د پاکستان پخوانی زنداني صدراعظم نواز شریف د زړه د ناروغۍ په سبب په روغتون کې بستري شو.
د پاکستان پخوانی صدراعظم نواز شریف چې په دې وروستیو کې یې صحت ښه نهو بلل شوی، پرون یکشنبه د راولپنډۍ له زندانه د اسلاماباد د زړه د ناروغیو روغتون ته انتقال شو.
د پنجاب ایالت د کورنیو چارو وزیر شوکت جاوید وویل شریف وروسته له هغه روغتون ته انتقال شو چې په سینه کې یې دردونه پرې راغلل.
ډاکترانو تر معاینې وروسته په بېړنۍ توګه روغتون ته د ۶۹ کلن شریف د انتقال سپارښتنه کړې وه.
نواز شریف چې د پاکستان پخوانی صدراعظم او د مسلم لیګ نواز ګوند مشر دی ګڼ مینهوالیې روغتون ته ورغلي وو.
دی لا هم خپلو مینهوالو ته وزیر اعظم او محبوب دی.
خلکو په لوړ غږ شعار ورکاوه:
"وزیر اعظم نواز شریف، وزیر اعظم نواز شریف. میاصاحب موږ درسره مینه لرو، میا صاحب موږ درسره مینه لرو."
د مسلم لیګ نواز ګوند یوه پلوي محمد ریاض د اسلاماباد د صدري روغتون مخته اسوشیټېد پرس ته وویل:
"د میا نواز شریف صحت ښه نهدی. دلتهیې روغتون ته راوړی. له الله پاک غواړو چې ژر تر ژر دې د پاکستان دا محبوب ښه کړي او زموږ پاکستانیانو ترمنځ وي."
نواز شریف د زړه د ناروغۍ سابقه لري او پخوا یې یو وار د زړه تر ټولو لوی عملیات هم کړي و.
نواز شریف په داسې حال کې بستري شوی چې د ورور شهباز شریف په مشرۍ مسلم لیګ نواز ګوند یې هم په پارلماني ټاکنو کې ماته وخوړه.
مسلم لیګ نواز ګوند په داسې حال کې ماته وخوړه چې له ډېره وختهیې اقتدار په لاس کې و.
که څه هم شریف په روغتون کې بستري دی، خو د محکمې د حکم د ننګولو لپاره به سبا سې شنبه د هغه مدافع وکیلان د استېناف غوښتنه وکړي.
په نواز شریف او لور یې د ناقانونه جایدانونو د اخیستلو او فساد تورونه دي.
نواز شریف له خپلې لور مریم نواز سره د جولای په ۱۳مه له لندنه پاکستان ته ولاړ چې سمدستي ونیول شو او زندان ته ولوېد.
نواز شریف او لور یې د محکمې له حکم خبر و، خو تر ډېرهیې پاکستان ته د ورتګ هدف په پارلماني ټاکنو کې د ملسم لیګ نواز ګوند لپاره د خلکو جلبول و.
په نواز شریف د ۱۰ کلونو، په مریم نواز د اووه کلونو او د مریم په خاوند محمد صفدر د یو کال حبس حکم له مخکې ورکړل شوی و.
په دوی د ناقانونه جایدانونو د اخیستلو او فساد تورونه دي.