افغانستان د پاکستان له نوي حکومته د همکارۍ تمه وښوده

د افغانستان اجرائيه رياست تمه ښيي چې په پاکستان کې نوى جوړېدونکى حکومت به د افراطي وسلوالو پرضد جدي اقدامات وکړي.

د پاکستان د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان تېره اوونۍ ويلي وو چې حکومت به يې په افغانستان کې د سولې د ټينګښت لپاره تر وسه- وسه هڅه وکړي.

د اجرائيه رياست مرستيال وياند اميد ميثم تېره شپه ازادۍ راډيو ته وويل:

”هيله من يو ښاغلى عمران خان، د بريا په صورت کې عملي ګامونه پورته او داسې پروګرامونه پيل کړي، څو د هغو تروريستانو په وړاندې مبارزه وشي چې پاکستان ورته خوندي مرکزونه برابر کړي او موږ په دې اړه زيات اسناد او شواهد هم ورلېږلي دي. دغه وجه ده چې په افغانستان کې جګړه روانه ده. که دغه خوندي مرکزونه له منځه يووړل شي، طبيعي خبره ده چې د افغانستان پر جګړې مستقيم اغېز لرلاى شي.“

عمران خان د پنج شنبې په ورځ په اسلام اباد کې په يوه ټلويزيوني وينا کې وويل، چې په افغانستان کې به د سولې د ټينګښت او د امريکا له متحدو ايالتونو سره د ګډ کار هڅه وکړي.

خو عمران خان تر دې مخکې په افغانستان کې د امريکا پر روانې پوځي مبارزې او په پاکستان کې پر افراطي وسلوالو د امريکا د بې پېلوټه الوتکو پر حملو انتقادونه کړي وو.