د ترکیې پارلمان یو نوی سخت امنیتي قانون تصویب کړ

د ترکیې پارلمان یو نوی سخت امنیتي قانون تصویب کړ.

دا قانون په ترکیه کې چارواکو ته له ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې زیات صلاحیتونه ورکوي.

په ترکیه کې اضطراري حالت چې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې تر ناکامه کودتا وروسته اعلان شوی و، تېره اوونۍ پای ته ورسېد.

نوی تصویب شوی قانون ۲۷ مادې لري او متن‌یې د ترکیې د جمهور رئيس رجب طیب اردوغان د عدالت او پرمختګ ګوند جوړه کړې وه.

دا قانون به درې کاله نافذ وي.

په قانون کې پر دې چې قاضیان، پوځيان او د وزارتونو مأمورین څرنګه او تر کومو شرایطو لاندې له کاره لري کېدلائ شي، بحث شوی دی.