د امریکا پوځ په چهاردره کې د ملکي وګړو د وژل کېدو ادعاوې څېړي

د کندز په چهاردره ولسوالۍ کې د جولاي په ۱۹مه نېټه بمبارد وشو او سیمه‌ییزو چارواکو ادعا وکړه چې د ښځو او کوچنیانو په ګډون، ۱۴ ملکي وګړي په‌کې وژل شوي دي.

په افغانستان کې د امریکا د پوځ ویاند مارتین اودونېل ویلي چې په چهادره ولسوالۍ کې افغان امنیتي ځواکونو تر پېښې وروسته تحقیق وکړ، خو څرګنده نه‌شوه چې ملکي وګړي وژل شوي دي.

خو د امریکا پوځ پرون چهارشنبه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دوی به له خپل لوري هم څېړنه وکړي.