د کابل د ولایتي شورا ځيني غړي د امنیت د ټینګښت او له جنایي جرمونو د نهمخینوي له امله امنیتي مسؤلین په بېپروايي تورنوي.
دوی وايي، امنیتي بنسټونه تر اوسه نهدي بریالي شوي چې حتی د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د امنیت کمزورې نقطې ختمې کړي.
د دوی په وینا وسلهوالو مخالفینو تل له همداسې امنیتي خالیګاوو څخه ګټه پورته کړې ده.
د کابل د ولایتي شورا یوې غړې مریم سادات د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د زمري ۰۳» ازادي راډيو ته وویل، پر کابل ښار د اووه راکټونو توغول د امنیتي بنسټونو کمزوري ښکاره کوي.

نوموړې وايي:
"داسې حکومت ته متأسفه یو چې امنیتي بنسټونهيې دومره کمزورې دي چې حتی نهشي کولای د کابل امنیت خوندي کړي، د انتحاريو او چاودنو موضوع که یوې خوا پرېږدو د اووه راکټونو راتوغول ډېره غټه خبره ده، دا چې دښمن موږ ته دومره کمزوری فکر کوي او موږ له داسې یوه وضعیت سره مخ کوي دا د حکومت ډېره کمزوري ښيي."
مېرمن سادات وايي، د انتحاري او راکټي حملو تر څنګ په پلازمېنه کې جنايي جرمونه هم ډېر شوي دي.
دا پهداسې حال کې ده چې تېره ورځ د کابل د افشارو په سیمه کې اووه توغندي ولګېدل چې د کابل د پولیسو په وینا درې تنهیې ټپیان کړي دي.
د کابل د پولیسو ویاند حشمت ستانکزي ویلي دي، د لومړنیو راپورونو پر بنسټ دا توغندي میدان ښار ته له نږدې سیمو توغېدلي دي.
کابل د څو کالونو راهیسې د دولت د وسلهوالو مخالفینو د بېلابېلو حملو لاندې دی.
په وروستي مورد کې روانه اوونۍ د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر ته څېرمه په انتحاري حمله کې چې پهکې یو شمېر ملکيانو او پوځیانو ته مرګ ژوبله واوښته.
د ورته حملو په څېر په کابل کې د جنايي جرمونو زیاتېدو هم د دغه ښار اوسېدونکي اندېښمن کړي دي.
د کورنیو چارو وزرات پخوانی امنیتي معین میرزا محمد یارمند د قوي امنیتي کمربندونو نهموجودیت، د مرتفع سیمو نهپوښښ او همداراز له امنیتي کمرو څخه استفاده نهکول هغه امنیتي خلاوې بولي چې په خبرهیې وسلهوال مخالفین ترې استفاده کوي.
میرزا محمد یارمند
نوموړی وايي:
"مثلاً که یوه فرقه په پغمان کې موقعیت ولري، نو په کار ده چې د پغمان لوړ ارتفاعات هم د خپل ځان او خلکو لپاره تر پوښښ لاندې راولي، که څه هم ځیني راکټونه امنیتي ځواکونو کشف او لهمنځه وړي، خو ډېروالی یې د اندېښنې وړ دی."
د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش په کابل کې ځیني امنیتي خلاوې مني، خو وايي د کابل ښار امنیتي وضعیت به وارزول شي.
دی وايي:
"تمه ده چې موږ په ښار، ولسوالیو او لیرې پرتو سیمو کې امنیتي سروې ترسره کړو او د هغې له مخې انشاءالله چې د کابل له ګارنېزیون او د ملي امنیت ریاست سره په همکارۍ به د کابل اسیب پذیرې نقطې لهمنځه یوسو."
نجیب دانش
نجیب دانش په کابل ښار کې د مخالفو وسلهوالو ډلو موجودیت ردوي، خو د امنیه قوماندانۍ ویاند حشمتالله ستانکزی بیا د کابل په لیرې پرتو سیمو کې د وسلهوالو مخالفینو او طالبانو د موجودیت خبره تأییدوي.
د نوموړي په خبره ډېر ژر به په اسیبپذیره سیمو کې تصفیوي عملیات پیل شي.
راپور: حدیث پردېس