د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۴

دانش: په کابل کې انتحاري حملې ۱۴ تنه وژلي او شاوخوا ۵۰ یې ټپیان کړي


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، د کابل په پروني برید کې تر ۶۰ ډېرو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دغه وزارت ویاند نجیب دانش تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل چې د قربانیانو ډېره برخه یې ملکي وګړي دي.

نوموړی وايي:

"دا ځانمرګی برید وو چې د لسمې حوزې په مربوطاتو کې دقیقاً د هوایي ډګر په څلور لارې کې شوی دی. له بده مرغه په دې پېښه کې ۱۴ تنه وژل شوي او شاوخوا پنځوس نور ټپیان شوي چې ډېری یې ملکي وګړي دي. یو شمېر امنیتي ځواکونه هم په وژل شوېو کې شته."

د دې برید مسؤلیت داعش ډلې اخیستی دی.

ولسمشرۍ ماڼۍ او اجرائیه ریاست د اعلامیو په خپرولو سره دغه پېښه په کلکه غندلې ده.

دا برید څو شېبې وروسته له هغه وشو چې د جنرال عبدالرشید دوستم د موټرو کاروان له همدې سیمې تېر شوی وو.

جنرال دوستم چې د جوزجان د پخواني والي احمد ایشچي په وهلو او پر هغه د جنسي تیري د تورونو له کبله له ۱۴ میاشتو راهیسې په ترکیه کې اوسېده د یکشنبې په ورځ کابل ته ورسېد او په هوایي ډګر کې د خپلو سلګونو پلویانو د هرکلي سره مخامخ شو.

  • پخواني معلومات

د کابل په ښار کې په نننۍ ځان وژونکې حمله کې له لسو زیاتو کسانو ته مرګژوبه اوښتې.

د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند حشمت ستانکزي ازادي راډيو ته دغه پېښه تأیید کړه.

د ښاغلي ستانکزي په خبره، د هوایي ډګر په څلورلاري کې دغه چاودنه په داسې حال کې وشوه چې له دغه ځایه د جنرال دوستم د موټرو کاروان تېر شو.

دی وایي چې په دغه پېښه کې له ۱۱ تنه وژل شوي او ۱۴ نور تپیان دي چې ډېری یې ملکي وګړي دي.

د ستانکزي په خبره چې ځانوژونکی برید ګر پلی روان و چې پولیسو وپېژاند او ځان ته یې چاودنه ورکړه.

ستانکزی وایي چې دغه حمله نن مازیګر شااوخوا ۵ بجې وشوه.

د دې پېښې نور جزیات وروسته...

XS
SM
MD
LG