اسرائیل د روسیې هغه وړاندیز رد کړ چې د جولان د هسکو سیمو په ۱۰۰ کېلو مترۍ کې د ایراني پوځیانو پاتې کېدو ته اجازه ورکړي.
د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره د دوشنبې په ورځ په بیتالمقدس کې ولیدل.
هغه وویل اجازه نهورکوو چې ایرانیان له پولې ۱۰۰ کېلو متره هاخوا ځانونه ځای پر ځای کړي.
د سرګي لاوروف او بنیامین نتانیاهو د خبرو دا جزئیات یوه اسرائیلي چارواکي د نوم د نهاخیستلو په شرط روېټرز اژانس ته کړې دي.
اسرائیل ټینګار کوي چې ایران له خپلو پولو تر ممکنه بریده لیرې وي هغه څه چې روسیهیې په خلاف ده.
روسیې ګواښ کړی چې دا به غیر واقعبینانه وي څو ایران په بشپړه توګه سوریه پرېږدي.