امریکايي چارواکو په قزاقستان او ازبکستان کې د منځنۍ اسیا د پنځو هېوادونو له استازو سره په اقتصادي او امنیتي همکاریو خبرې کړې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ په یوه بیان کې ویلي چې دا لیده کاته د جمعې له ورځې پيل شوي و.
امریکايي چارواکو د قزاقستان، ازبکستان، قرغزستان، تاجکستان او ترکمنستان له استازو سره د «C5+1» هېوادونو په چوکاټ کې لیدلي دي.
دا هېوادونه د همدې ګروپ له لارې په اقتصادي چارو، چاپېریال ساتنې او امنیتي مسایلو کې له یو بل سره همکاري کوي.