د ملګرو ملتونو امنیت شورا په غوڅ اکثریت په افغانستان کې د داعش او طالبانو لهخوا د انتخاباتو د ګډوډولو هڅې وغندلې.
دې شورا د دوشنبې په ورځ په دې اړه یو بیان خپور کړ.
په بیان کې راغلي چې امنیت شورا د طالبانو او داعش په شمول د ټولو هغو ډلو او اړوند ګروپونو ورانکاره هڅې غندي چې غواړي د افغانستان انتخابات ګډوډ کړي.
په بیان کې د افغانستان د امنیت د ټینګښت لپاره د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو رول هم ستایل شوی دی.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په داسې حال کې د داعش او طالبانو تاوتریخوالی غندلی چې د داعش لهخوا په یوه ځانمرګي برید کې وړمه ورځ په کابل کې ۲۳ کسان ووژل شول او ۶۰ نور ټپیان شول.
دا ځانمرګی برید د هغو خلکو ترمنځ وشو چې د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم د هرکلي لپاره د کابل هوايي ډګر ته ورغلي و.