په کوریا کې د افغانستان د تکواندو لوبغاړو مډالونه وګټل

د افغانستان د تکواندو ملي لوبغاړو د کوریا-اوپن په تکواندو لوبو کې دوه د سرو زرو او دوه د برنزو مډالونه وګټل.

د تکواندو د ملي ټیم روزونکي بشیر تره‌کي د دوشنبې په شپه ازادي راډیو ته وویل افغان لوبغاړو د کوریا، جاپان، اندونیزیا، چین، تايپه، قزاقستان او امریکا په څېر هېوادونه مات کړل او دغو مډالونو ته ورسېدل.

تره‌کی زیاتوي:

"د افغانستان تکواندو ملي لوبغاړو په دې سیالیو کې له خپلو ډېرو تکړه سیالانو سره لوبې وکړې چې خوشبختانه موږ دوه د سرو زرو او دوه د برنزو مډالونه وګټل. په دې لوبو کې د تکواندو ۲۶۶۰ لوبغاړو په بېلابېلو کټګوریو کې سیالي وکړې."

نثار احمد عبدالرحیم زي او فرزاد منصوري د سرو زرو مډالونه په غاړه کړي، رامش حسیني او محسن رضايي د برنزو مډالونه ګټلي.

د جنوبي کوریا په جیجو ټاپو کې د ۶۱ هېوادونو په ګډون دا درې ورځنۍ لوبې د دوشنبې په ماښام پای ته ورسېدې.

د افغانستان د تکواندو د ملي ټیم روزونکی ښاغلی تره‌کی وايي افغانستان په ټیمي لحاظ درېیم مقام ته رسېدلی او همداراز له دې لوبو ګټلي امتیازونه له لوبغاړو سره مرسته کوي څو نړیوالو او المپیکي لوبو ته په اسانۍ لار پیدا کړي.