جنرال نېکلسن: د داعش په اړه ډېر اندېښمن یو او داعش هدف ګرځوو

په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن وايي خپل ټول امکانات به له داعش سره په مبارزه کې وکاروي.

جنرال نېکلسن د دوشنبې په ورځ په کابل کې دا خبره یوې خبري ناستې ته وکړه.

ښاغلي نېکلسن وویل:

"موږ د داعش په اړه ډېر اندېښمن یو او داعش هدف ګرځوو. موږ همداراز پوهېږو چې طالبان د داعش پر ضد جنګېږي او دا کار هڅوو ځکه چې داعش باید له‌منځه یوړل شي. د افغانستان په راتلونکي کې به د داعش جنګیالیو ته هېڅ ځای نه‌وي."

داعش او وسله‌وال طالبان په وروستیو ورځو کې په سرپل کې له یو بل سره په سخته جګړه بوخت و چې د سرپل د امنیه قومندان عبدالقیوم باقي زوی په خبره د دواړو ډلو څه باندې ۱۰۰ کسان وژل شوي.

د وسله‌والو طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد هم په وروستیو کې نیویارک ټایمز ته ویلي و چې داعش ته به ماته ورکړي.

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د چنګاښ يا سرطان پر ۲۵مه له ازادي راډيو سره په ځانګړې مرکه کې ویلي و چې په افغانستان کې د اسلامي دولت ډله یا داعش له‌منځه وړي.