د پاکستان ستره محکمه وایي د یوه قاضي د هغې ادعا په اړهیې پلټنې پیل کړي چې وایي د پاکستان پوځ هڅه کوي د جولای د ۲۵مې تر انتخاباتو دمخه د قضائیه قوې په چارو کې مداخله وکړي.
د نواز شریف په مشرۍ د پاکستان مسلم لیګ ګوند تر انتخاباتو دمخه د ځینو تقلب کاریو په اړه خبرې کړي او پوځیې تورن کړی چې په قضائیه قوه کې یې نفوذ کړی دی.
نواز شریف په دې وروستیو کې د فساد په تور په غیاب کې په ۱۰ کاله زندان محکوم شو او د جولای په ۱۳مه له لندن څخه خپل هېواد ته له ستنېدو سره سم په هوایي ډګر کې ونیول شو او بندي شو.
نواز شریف د استېناف غوښتنه کړې ده.
د پاکستان د سترې محکمې یوه قاضي شوکت عزیز صدیقي د دغه هېواد استخباراتي اداره «ای اس ای» تورنه کړې چې په عدلي او قضایي چارو کې یې مداخله کړې ده.
صدیقي د شنبې په ورځ څارنوالانو ته په وینا کې وویل چې «ای اس ای» په عدلي پروسو کې د مداخلې هڅه کوي او وایي چې شریف باید تر انتخاباتو پورې خوشې نهشي.
نواز شریف د پاکستان د پوځ یو سخت منتقد دی.
د پاکستان پوځ د هغه هېواد په کورنیو او بهرنیو چارو کې ډیر نفوذ لري.