اروپایي کمیسیون د ګوګل شرکت پنځه میلیارډه ډالر جریمه کړ.
دا جریمه د اروپایي ټولنې د سیالیو له اصولو څخه د سرغړونې لپاره لګول شوې ده چې د اروپایي کمیسیون په وینا د ګوګل شرکت پر سمارټ ټیلفون چې اندرویډ سیستم لري او د موبایل پر شبکې غیرقانوني محدودیت وضعه کړی دی.
اروپایي کمسیون د ګوګل ټکنالوژي له شرکت څخه غوښتي دي چې په دریو میاشتو کې خپل چلند بدل کړي کنه نوره جریمه به پرې ولګوي.
ګوګل د اروپایي کمیسیون له لورې دا لګیدلي تورنه رد کړې دي.