د افغانستان په شمال کې د یوشمیر ولایتي ادارو د بندیدو ستونزه هواریږی

د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره هیلمنه ده چې د اونۍ تر اخره به د افغانستان په شمال کې د یوشمیر ولایتي ادارو د بندیدو ستونزه هواره شي.

په دې وروستیو کې د افغانستان په شمال کې مظاهره کوونکو د ځینو ولایتونو ادارې تړلې دي یا یې خبرداری ورکړی دی چې بندې به یې کړي.

په دې ترڅ کې پرون په سلګونو اعتراض کوونکو د سمنګان په مرکز ایبک کې د ولایت د مقام مخې ته پرلت وواهه او خبرداری یې ورکړ که یې غوښتني ونه منل شي نورې ادارې به هم وتړي.

اعتراض کوونکي له حکومته غواړي چې د فاریاب د قیصار ولسوالي سرپرست امنیه قوماندان نظام الدین قیصاري له بنده خوشي کړي او پریږدي چې جنرال دوستم بیرته له ترکیې افغانستان ته راشي.

د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې یوه چاراوکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل چې خبرې روانې دي او په دوو یا دریو ورځو کې به دا ستونزه بشپړه هواره شي. دې چارواکي په دې برخه کې نور توضیحات ورنه کړل.