امریکا او روسیې د ترینګلو اړیکو د ښه کېدو په لور ګامونه واخېستل

د امریکا او روسیې ولسمشران وایې د خپلو هیوادونو د تړینګلو اړیکو د ښه کیدو پر لور یې لومړني ګامونه واخیستل.

ډونالډ ټرمپ او ولادیمیر پوتین د دوشنبه په ورځ د فنلند په پلازمینه هلسنګي کې تر څلور ساعته خبرو وروسته ، یوې خبري غونډي ته وویل چې بحثونه یې رغوونکي وو .

له هغه راهیسي چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ۱۸ میاشتي وړاندي واک ته ورسید ، دا د امریکا او روسیې لومړنۍ سرمشریزه وه .

دا لیدنه داسي مهال شوې چې د امریکا په تیرو ولسمشریزو انتخاباتو کې د روسیې د مداخلي په اړه اندیښنې ورځ تر بلې ډیرېږي او هغه د امریکا پر ډیموکراسۍ برید بلل کیږي.

د امریکا استخباراتي ادارې وایې ولسمشر پوتین د دې کار سپارښتنه کړې وه.

خو ولسمشر ټرمپ په ښکاره په پرونۍ غونډه کې د خپل هیواد د استخباراتي ادارو نتیجه تر پوښتنې لاندي راوستله .

داسي ښکاري چې هغه د پوتین دریځ منلی چې ګواکي روسیه پدې کار کې ښکیله نده.

ولسمشر پوتین وویل چې غوښتل یې ټرمپ انتخابات وګټي ځکه جمهوري غوښتونکو هیله ښودلې وه چې له مسکو سره اړیکي ښې کړي ، پوتین په ټینګار سره وویل چې هیواد یې د امریکا د ۲۱۰۶ کال په انتخاباتو کې مداخله نده کړې.

په امریکا کې د بانفوذه جمهوري غوښتونکو او دیموکراتانو په ګډون د کانګرس غړو د ټرمپ پر څرګندونو سخت انتقاد وکړ.

هغوی وویل چې د ټرمپ چلند په دې خبري غونډه کې د نه باور ، له شرمه ډک او د هغه دندې ته یو حیرانوونکی خیانت وو .