کندهار ته د  جنرال جان نیکلسن سفر

په افغانستان کي د امریکا او ناټو ځواکونو عمومي قومندان جان نیکلسن

په افغانستان کي د امریکا او ناټو ځواکونو عمومي قومندان وايي، د ولسمشر ټرمپ هغه امر به د سولي خبري لا قوي کړي، چي ډيپلوماتيکو ادارو ته يې له طالبانو سره د مخامخ خبرو په اړه کړی دی.

جنرال جان نیکلسن تیره ورځ د افغانستان د دفاع وزیر او په کابل کې د ۷ هیوادونو له سفیرانو سره یوځای کندهار ولایت ته سفر کړی وو ، د افغانستان د سولي په اړه دا څرګندوني کړي دي.

« زموږ د بهرنیو چارو وزارت ته شوی دغه حکم به سولې پروسه لا قوي کړي. نه یوازي امریکا د افغانستان د سولي لپاره هڅي کوي ، بلکه زموږ سره راغلي د اوو هیوادونو سفیران هم پدې برخه کې مرسته کوي.»

نیویارک ټایمز ورځپاڼي د جولای پر ۱۵ راپور ورکړی چې دامریکا متحده ایالاتو ادارې له خپلو لوړ پوړو چارواکوغوښتي چې له طالبانو سره د سولي د مخامخ خبرو د تطبیق په برخه کې هڅه وکړي.

دغه امریکایې قومندان وویل چې هیواد یې هم د سولې او هم د جګړې په برخه کې له افغانستان سره همکاري کوي.

په همدې سفر کې د افغانستان د دفاع وزیر طارق شاه بهرامي هم د افغان حکومت د سولي هڅو ته په اشارې وویل چې دغو هڅو په لوړه او ټیټه سطح د وسلوالو مخالفینو ترمنځ اختلافات رامنځته کړي دي .

جنرال جان نیکلسن چي په افغانستان کې یې د ماموریت موده پای ته رسیدلې ، د کندهار د امنیتي وضعیت د ارزولو لپاره کندهار ته تللی وو .

نوموړی تر دې شاوخوا لس ورځي وړاندي افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزیرانو او په کابل کې د یو شمیر نورو هیوادونو د سفیرانو سره ، د کندز د امنیت د ارزوني په هدف هغه ولایت ته سفر کړی وو.