معترضینو په ۴شمالي ولایتونو کې انتخاباتي دفترونه تړلي

یوشمېر اعتراض کونکوچې د فاریاب د قیصار ولسوالۍ د سرپرست امنیه قوماندان د خوشي کېدو غوښتنه يې کوله

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون به نن شنبه په څلورو شمالي ولایتونو کې د خپلو دفترونو د تړل کېدو په اړه د بحث لپاره بېړنۍ غونډه وکړي.

یوشمېر اعتراض کونکو چې د فاریاب د قیصار ولسوالۍ د سرپرست امنیه قوماندان د خوشي کېدو غوښتنه يې کوله په بلخ، تخار، بادغیس، جوزجان، سرپُل او فاریاب کې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون سيمه ییز دفترونه تړلي دي.

نظام الدین قیصاري له قانونه د سرغړونې او له صلاحیته د ناوړه استفادې په تور نیول شوی او په کابل کې تر څېړنو لاندې دی.

په افغانستان کې د مېزان په اته ویشتمه نېټه د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو انتخابات دي.