د امریکا دپوځ د خبرپاڼې په حواله، په دې عملیاتوکې پرون پنجشنبه یو افغان عسکر هم وژل شوی او څو نور زخمیان شوي دي.
په خبرپاڼه کې د پېښې نور جزئیات نه دي ورکړ شوي.
دا په یوه اونۍ کې دوهم امریکايي عسکر دی چې په افغانستان کې وژل کېږي.
د شنبې په ورځ هم یو امریکايي پوځي په افغانستان کې ووژل شو چې دامریکا پوځ وايي د افغان امنیتي ځواکونو له منځه چا ډزې ورباندې کړې وې.
امریکاپه افغانستان کې پينځلس زره عسکر لري .