په پنجشېر کې د تلفاتو دقیق شمېر لا نه دی څرګندشوی

په خنج ولسوالۍ کې د غره د ښويدو او سیل له امله زیات مالي تاوان رسېدلی

د پنجشیر دوالي مرستیال، محمد امین صدیقي وايي چې په خنج ولسوالۍ کې د غره د ښويدو او سیل له امله زیات مالي تاوان رسېدلی خو د مړو او ورکو شوو کسانو دقیق شمېر لا نه دی څرګند .

ښاغلي صدیقي پرون پنجشنبه ازادي راډیو ته وویل چې تراوسه ، یوازې د شپږو کسانو د مړینې خبر تائیدولائ شي.

محمدامین صدیقي: "واقعاً، ډېره هَولناکه پېښه وه، متاسفانه، نه یو توانیدلي چې دتلفاتو دقیق شمېر معلوم کړو. درې سوه کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي او دوه سوه کورونه تخریب شوي، سل ګونه جریبه کروندې يې ویجاړې کړې او سل ګونه د مېوې او بې مېوې ونې یې هم له بېخه ایستلې دي. "

د پنجشېرد والي مرستیال په مصیبت ځپلې سیمه کې د مرستې رسولو او د وضعیت د څارنې د ځانګړې کمېټې مشر هم دی.

هغه وویل چې په سیمه کې د سیل د بیا راتګ خطر هم شته خو د ملي دفاع وزارت ته یې خبر ورکړی چې ځانګړې تحقیقاتي ډلې ور ولېږي.

د افغانستان ولسشمر پردې پېښه خواشیني څرګنده کړې ده

.