د ناټو مشرانو په افغانستان کې د خپل مأموریت پر ملاتړ یو وار بیا ټینګار وکړ.
دا تړون حاضر دمه په افغانستان کې نږدې ۱۶ زره پوځیان لري چې لویه برخه یعنې ۱۴ زرهیې امریکايان دي.
ناټو تړون پرون چهارشنبه د خپلې سرمشریزې په پای کې په یوه اعلامیه کې د قاطع ملاتړ مأموریت په نوم په افغانستان کې د خپل مأموریت د ملاتړ د دوام ژمنه کړې ده او ویلي یې دي:
"موږ په افغانستان کې د دوامداره سولې او ثبات د یقیني کولو لپاره د خپلې ژمنې پخلی کوو."
په اعلامیه کې دغهراز ویل شوي:
"په داسې حال کې چې د افغانستان حکومت د سولې او پخلاینې لپاره کار ته دوام ورکوي، موږ به تر ۲۰۱۴ پورې د افغان ځواکونو مالي ملاتړ جاري ساتو."
د ناټو په اعلامیه کې د افغانستان ګاونډیو ایران او پاکستان ته چې د افغانستان په بېثباتۍ کې په لاس لرلو تورن دي، او دغهراز روسیې ته چې ځیني چارواکي وايي طالبانو ته وسلې ورکوي، د انتقاد ګوته نیول شوې ده.
اعلامیه وايي، ناټو له پاکستان، ایران او روسیې څخه غواړي د افغانانو په مالکیت او مشرۍ د سولې د پروسې په بشپړ ملاتړ په سیمې کې د ثبات د ټینګښت لپاره هڅه وکړي.