پامپیو وايي، امریکا د طالبانو او حکومت ترمنځ خبرو کې ګډون ته چمتو ده

مايک پامپيو

د امریکا متحدو ايالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو چې د دوشنبې په ورځ په یو ناڅاپي سفر کابل ته تللی و، ژمنه کړې چې له طالبانو سره د سولې د خبرو د پیل لپاره د ولسمشر محمد اشرف غني د وړاندیز ملاتړ کوي.

هغه تکرار کړه چې د امریکا متحده ایالات خپله هم غواړي چې په دې خبرو کې اشتراک وکړي.

له هغې را وروسته چې مایک پامپیو د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په توګه ټاکل شوی افغانستان ته یې دا لومړی رسمي سفر دی.

نوموړې په کابل کې له ولسمشر محمد اشرف غني سره په یوه ګډه خبري غونډه کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا تېر کال اعلان شوې ستراتیژي ته اشاره وکړه او ویې ویل دا ” طالبانو ته پیغام دی چې دوی هغه وخت ته انتظار نه شي کولی چې موږ ووځو.“

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي وو، په افغانستان کې به د دوی پوځي حضور په وخت نه بلکې په شرایطو پورې تړلی وي.

کابل ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر له دې سفر مخکې د جنوبي او مرکزي اسیا لپاره د امریکا لوړپوړې ډیپلوماټه الیس ویلز سیمې ته تللې وه، چې ویلې یې وو، پر طالبانو د دې لپاره چې د ولسمشر محمد اشرف غني د سولې وړاندیز ومني فشار په زیاتیدو دی.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني چې د دې کال په پیل کې یې له قید او شرط پرته له طالبانو سره د خبرو وړاندیز کړی و، د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مایک پامپیو سره په دې ګډه خبري غونډه کې وویل” دا ضرور ده چې په احتیاط مخکې لاړ شو. “

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په دې خبري غونډه کې زیاته کړه ” له ډیرو سیمه ایزو شریکانو څخه یې هم ښې نښې لیدلي “

نوموړې له افغان چارواکو سره پر راتلونکو انتخاباتو هم خبرې کړي او هیله یې څرګنده کړې چې تر انتخاباتو مخکې به په افغانستان کې تاوتریخوالی راکم شي.