د سولې لپاره ولسي حرکت امریکايي ولس ته د یو لیک په لېږلو سره د امریکا سفارت مخې ته له خپلې ناستې راولاړېږي او ټاکل شوې چې تر دې وروسته د روسيې سفارت مخې ته پرلت ووهي.
د سولې لپاره ولسي حرکت د امریکا سفارت مخې ته تر نهه ورځني پرلت وروسته دا ناسته امریکايي ولس ته د یوه لیک په لېږلو سره پای ته رسوي.
د دغه حرکت ویاند بسم الله وطندوست د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، دوی په دغه لیک کې له امریکايي ولسه د مالي مرستو د مننې تر څنګ غوښتنه کړې چې په افغانستان کې د روان حالت جاج او حساب واخلي.
نوموړی وايي:
"موږ په همدې سیمه او همدې ځای کې د امریکا ولس ته یو لیک لیکلی او دا نن د امریکا سفارت ځینو استازو او رسنیو ته سپارو، موږ په دوی غږ کړی چې له خپلو عسکرو نه د ۱۷ کلنې جګړې حساب کتاب وغواړي او له دوی وپوښتي چې ولې په افغانستان کې د امن په راوستلو کې پاتې راغلي او ولې جګړې ورځ تر بلې زیاتېږي؟"
دی وايي، دوی پهدغه لیک کې د افغان ولس ټولې غوښتنې او د افغانستان د ثبات لپاره وړاندیزونه مشخص کړي چې د امریکا حکومت او ولس ته څرګند پیغامونه لري.
ښاغلی وطندوست وايي، ټاکل شوې چې دوی په بهرنیو هېوادونو د فشار او د افغانستان د سولې پهپار سبا د روسيې سفارت مخې ته پرلت ووهي.
د نوموړي په خبره دغه شان د پاکستان، ایران او انګلستان سفارتونو مخې ته پرلت هم د دوی په پلان کې شامل دی.
د سولې ولسي کاروان له روژې مخکې له هلمنده د کابل په لور خپل پلی حرکت پیل کړ، د لارې په اوږدو کې ورسره د نورو ولایتونو ځوانان هم یو ځای او تر ۳۸ ورځني مزل وروسته د تېرکوچني اختر په څلورمه ورځ کابل ته را ورسېدل.
دوی د کابل په حضوري چمن کې له څو ورځې پاتې کېدو وروسته د جون د میاشتې له ۲۳ تر ۲۷ نېټې پورې د ملګرو ملتونو د دفتر مخې او بیا د امریکا سفارت مخې ته پرلت ووهلو.
دوی د ملګرو ملتونو سازمان ته هم یو لیک ولېږه چې په کې د افغانستان د ۱۷ کلنۍ جګړې د ختمولو په برخه کې د دوی رول پوښتل شوی وو.
دوی وايي، د دغه پرلتونو اصلي هدف له یو شمېر هېوادونو دا غوښتنه ده چې نور د افغانانو په منځ کې له تفرقو او نیابتي جګړو لاس واخلي.
دغې حرکت له وسلهوالو طالبانو هم غوښتنه کړې چې د افغان حکومت د اوربند وړاندیز ته مثبت ځواب ورکړي او د سولې خبرو ته کیني.
له دې سره د نړیوالو چارو کارپوه انتظار خادم پهدې باور دی چې یاد پیل شوی حرکت او د دوی هڅې د افغان سولې بهیر ته قوت ورکولای شي.
دی وايي:
"ټولو ته ځولۍ غوړول، ټولو ته پیغام استول، په ټولو باندې فشار راوستل دا یوازینۍ د حللار ده، نو ځکه د امریکا د سفارت مخې ته د دوی دا حرکت او دوی ته دا پیغام ورکول چې د افغانستان خلک نور له جنګه ستړي مهم دي، بهتره خبره همدا ده چې امریکایانو ته باید دا خبره وشي چې ۱۷کاله د افغانستان د جګړې اوږدېدل سمه لار نهوه."
دی وايي، دا ډول هڅې د سولې لپاره عملي لار ګڼل کېږي چې بالاخره ښکېل لوري خپلو مسؤلیتونو ته متوجې کوي.
ښاغلی خادم وايي، د مصلحت له لارې د افغانستان جګړه د مصلحت له لارې ختمېدلی شي چې دا وخت يې ځای زور نیولی دی.
راپور: یوسف خان ځدراڼ