د مشرانو جرګې د کورني امنیت او دفاعي چارو کمېسیون وايي، د افغانستان او سویلي اسیا لپاره د ټرمپ تګلاره هغسې چې انتظار يې کېده، نهده عملي شوي.
که څه هم د امریکا او افغانستان د دفاع وزارتونه د دغه هېواد او سویلي اسیا لپاره د ولسمشر ټرمپ تګلاره بریالۍ ګڼي، خو د مشرانو جرګې د دفاعي او امنیتي چارو کمېسیون پهدې باور دی چې دغې تګلارې هغسې چې اړتیا وه اغېز نهدی لرلای.
د دغه کمېسیون رئیس محمد هاشم الکوزي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، په افغانستان کې جګړه تېزه شوي او تروریستي ډلې لکه د پخوا په څېراوس هم په هېواد کې فعاله دي.
هاشم الکوزی
دی وايي:
"د جګړو ستونزه په خپل حال پاتي، هغه ډلې چې د امریکا او او ملګرو پر وړاندې جنګېده، اوس هم فعاله دي هغه ولسوالۍ او سیمې چې پخوا د دوی په ولکه کې وې اوس هم د دوی تر کنټرول لاندې دي، نو ځکه ویلای شو چې د ډونالډ ټرمپ تګلاره ناکامه ده."
دغه څرګندونې داسې مهال کېږي چې د امریکا دفاع وزارت د افغانستان پر وضعیت ۶ میاشتنی راپور د سې شنبې په ورځ د دې هېواد کانګرس ته وسپاره او د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره يې د ولسمشر ټرمپ ستراتیژي بریالۍ یاده کړه.
د امریکا دفاع وزارت همدارنګه ویلي، د ټرمپ ستراتیژي داسې هیلې راټوکولي چې د افغانستان مسایل به له سیاسي لارو حل شي.
په راپور کې همدارنګه ویل شوي چې امریکا به پرينهږدي چې افغانستان یو ځلي بیا د ترورېزم په ځالې بدل شي.
د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند د دفتر سرپرست محمد رادمنش هم ویلي چې د تېر په پرتله د افغانستان امنیتي ځواکونه په ځانګړي ډول هوايي او کمانډو ځواک پیاوړي شوی.
په ورته وخت کې د امنیتي چارو کارپوه باري عارض وايي، د امریکا د ولسمشر ټرمپ ستراتیژي په ځینو مواردو کې لاسته راوړنې لري.
خو د نوموړي په وینا، د افغانستان د سولې او امنیت ټينګښت لپاره پر پاکستان د فشارونو زیاتول اړین دي چې په وینا یې تر اوسه امریکا پهدې برخه کې لازمه پاملرنه نهده کړې.
کارپوه باري عارض
ښاغلی عارض زیاتوي:
"موږ تر اوسه ملموسه نتیجه نهده لیدلي، خو برعکس په افغانستان کې جګړه تېزه شوې، ترهغې چې په پاکستان قوي فشار رانه وړل شي مشکله به وي چې په افغانستان کې سوله ټینګه شي او یاهم په سیمه کې ترورېزم پر وړاندې مبارزه وشي."
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تېرمیلادي کال په اګسټ میاشت کې د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره خپله ستراتیژي اعلان کړه.
خو ښاغلی عارض وايي چې لا هم تروریستان په پاکستان کې خوندي پټنځایونه لري او اسلاماباد په هغه شکل چې واشنګټن یې غوښتنه لرله، د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې په برخه کې خپله کړنلاره نهده بدله کړې.
راپور: یوسف خان ځدراڼ