د افغان حکومت اجرائیه ریاست وايي، ټاکل شوې چې افغان دولت په راتلونکو څو ورځو کې په بروکسل کې د ناټو په غونډه کې ګډون وکړي.
اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په بروکسل کې د ناټو په غونډه کې د افغان دولت ګډون ته هیلهمند دی او وايي، هیله ده د دغې غونډې نتیجه په راتلونکو کلونو کې له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ دوام وي.
نوموړي دغه خبرې د دوشنبې په ورځ د وزیرانو شورا تر غونډې دمخه رسنیو ته وکړې او ویېویل چې ټاکل شوې په راتلونکو څو ورځو کې د ملي وحدت حکومت پهدغه غونډه کې ګډون وکړي.
نوموړي وویل:
"په راتلونکو ورځو کې په بروکسل کې د ناټو کنفرانس دی چې د افغان دولت د ملي وحدت حکومت هلته ګډون کوي او هیله لرم چې د دغې غونډې نتیجه په راتلونکو کلونو کې له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ دوام وي."
اجرائیه ریاست وايي چې پهدغه غونډه کې به د افغان حکومت په استازیتوب اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله ګډون وکړي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ مخکې تر دې ویلي چې نهیوازې دا چې د ناټو غړو هېوادونو او نړیوالو شریکانو یې په افغانستان کې له غوڅ ملاتړ مأموریته خپل ملاتړ اعلان کړی، بلکې خپل رولیې هم پهکې زیات کړی دی.
نوموړي دغهشان ویلي چې له افغان ځواکونو سره به مالي مرستې تر ۲۰۲۴ میلادي کاله پورې وغځول شي.
د ناټو د عمومي منشي په وینا، پهدې اړه پرېکړه به د ناټو د غړو هېوادونو په راروانه غونډه کې چې د جولای میاشتې په ۱۲مه نېټه جوړېږي وشي.
اوسمهال ناټو په افغانستان کې د غوڅ مأموریت په چوکاټ کې ۱۶ زره پوځیان لري چې د افغان ځواکونو د روزنې او مشوره ورکونې په برخه کې همکاري کوي.
په ورته وخت کې یو شمېر افغان پوځي کارپوهان وايي، د افغانستان اوسنیو شرایطو ته په پام سره دغه هېواد د ناټو دوامدار ملاتړ ته اړتیا لري.
د دغو کارپوهانو له ډلې باري عارض ازادي راډیو ته وویل چې هیله ده چې ناټو په خپله راروانه غونډه کې د افغانستان ستونزو او اړتیاوو ته پام واړوي.
نوموړی وايي:
"افغانستان اوسمهال داسې یو حالت کې دی چې دوامدار ملاتړ ته اړتیا لري، دا مسئله ناټو هم محسوس کړې او پهدې پوهېږي، زما په نظر د ناټو په راروانې غونډه کې باید د افغانستان ستونزو او اړتیاوو ته پام واړول شي او یوه ژوره ارزونه ترسره شي."
ښاغلی عارض وايي، په تېره کې له افغان ځواکونو د ناټو ملاتړ دغه ځواکونه پیاوړي کړي او په خبرهیې په راتلونکي کې له دوی د ناټو دوامداره ملاتړ د دغه هېواد په امنیت خپل اغېز درلودلی شي.
راپور: اجمل تورمان