صياد: هغه کانديدان له لومړني ليست څخه ايستل شوي چې اسناد يې پوره نه وو

ښاغلى صياد

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي هغه کسان د کانديدانو له لومړني ليست څخه ايستل شوي، چې اسناد يې بشپړ نه وو.

ګلاجان عبدالبديع صياد نن په کابل کې پر تخنيکي مسايلو رابلل شوي کنفرانس ته همدا خبره وکړه.

د انتخاباتو کميسيون وايي د ولسي جرګې د راتلونکو ټاکنو د ځينو کانديدانو لومړى ليست به نن ناوخته خپور شي.

د انتخاباتي مهالوېش له مخې د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو د کانديدانو لومړنى ليست بايد پرون اعلان شوى واى.

خو د ټاکنو خپلواک کميسيون يوه کمشنر سيد حفيط اله هاشمي وويل، دغه اعلان د ولسي جرګې د ټاکنو د کانديدانو د اسنادو د ارزونې له کبله وځنډېد.

د انتخاباتو خپلواک کميسيون وايي، د ولسواليو شوراګانو د کانديدانو لومړنى ليست وروسته اعلانېږي.