ميثم: افغان حکومت د اوربند د دوام يا هم ختمېدو په اړه شنبه خپل دريځ اعلانوي

د اختر په درېيو ورځو کې د اوربند يوه څنډه

د افغانستان اجرائيه رياست وايي، د اعلان شوي اوربند د دوام يا هم ختمېدو په اړه به تر سبا شنبې پورې خپل دريځ روښانه کړي.

نن جمعه د افغان حکومت له خوا د تمديد شوي يواړخيز اوربند وروستۍ ورځ ده.

د اجرائيه رياست مرستيال وياند اميد ميثم ازادۍ راډيو ته وويل:

"حکومت په هڅه کې دی چې د خبرو او سولې له لارې په هېواد کې د ثبات شاهدان اوسو، دا هڅې دوام لري، خو دا چې موږ لا نور څه سیاست پر مخ وړو په دې اړه خپل دریځ د شنبې په ورځ له خلکو او نړیوالو شریکانو سره شریکوو."

د افغانستان دفاع وزارت ويلي، که وسله وال طالبان اوربند ته لبیک نه وايي، په وړاندې به يې پوځي مبارزه دوام پيدا کړي.

وسله والو طالبانو ويلي، د اختر په درېيو ورځو کې خپل اعلان کړى اوربند نه تمديدوي.

خو افغان حکومت خپل هغه اوربند چې د روژې له ٢٧مې د کوچني اختر تر پنځمې پورې و، د لسو نورو ورځو لپاره وغزاوه.