د خوست قومي مشران او عالمان: د جګړې ښکېلې غاړې دې سوله وکړي

د خوست یو شمېر قومي مشرانو او دیني عالمانو د دې ولایت په ګربزو ولسوالۍ کې غونډه کړې او په افغانستان کې د جګړې پر دواړو خواوو يې غږ کړی چې اوربند او د سولې لپاره خبرې وکړي.

په ګربزو کې پرون پنجشنبه د غونډې یوه ګډون‎وال، ملک حفیظ‎الله جان د سولې د تأمین لپاره د ولس هڅې مهمې وبللې.

ملک حفیظ الله جان وايي:

"هر افغان سولې ته تږی دی. ملت باید متحد شي اوسولې ته کار وکړي."

دا په‎داسې حال کې ده چې نن هم په کابل کې د امریکا د سفارت مخې ته د هلمند د سولې د کاروان د غړو پرلت روان دی.

د هلمند د سولې کاروان ویاند تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې د امریکا ولس ته سرخلاصی لیک استوي او بیا به پر خپلو راتلونکو حرکتونو غور کوي.