د ازبکستان د بهرنیو چار وزیر عبدالعزیز کمیلاف د افغانستان د ملي امنیت له سلاکار محمد حنیف اتمر سره په تاشکند کې وکتل.
په دې غونډه کې پر هغه وړاندیز خبرې وشوې چې د یکشنبې په ورځ د ازبکستان حکومت د افغانستان حکومت او طالبانو ته پهکې بلنه ورکړه چې د ازبکستان دننه د سولې لپاره مخامخ خبرې وکړي.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې د افغانستان د سولې د خبرو کوربهتوب ته د چمتووالي تر څنګ دا خبره شوې ده چې د طالبانو له یو شمېر جګپوړو چارواکو سرهیې خبرې کړې دي.
پهدې برخه کې تاشکند نور توضحیات نهدي ورکړي چې له کومو طالب چارواکو سرهیې لیدلي دي او چېرتهیې ورسره خبرې کړې دي، خو د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې له طالبانو سره اوس هم په تماس کې دی.
په کابل، بغداد او ملګرو ملتونو کې د امریکا د متحده ایالاتو پخواني سفیر زلمي خلیلزاد ازادي راډیو ته وویل چې داسې نښې نېښانې شته چې د طالبانو په مشرتابه او قوماندانانو کې سولې ته تر پخوا لېوالتیا زیاته شوې ده، خو په ازبکستان کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د احتمالي خبرو د پیلېدو په اړه معلومات نهلري.
دی وايي:
"زه سم معلومات نهلرم چې کومه موافقه د غونډې د پیل لپاره د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ په تاشکند کې شوې وي، خو د دوامداره اوربند لپاره او د سولې د خبرو د پیل لپاره تماسونه تر پخوا زیات شوي او تر پخوا هڅې پراخې شوې دي چې دا په خپله هیله بخښونکې ده."
تاشکند د مارچ میاشتې په ۲۶مه او ۲۷مه نېټه د افغانستان لپاره د سولې د یوې نړیوالې غونډې کوربه و، خو پهدې دوه ورځنۍ غونډه کې طالبانو برخه نهوه اخیستې.
ازبکستان اوس له طالبانو غوښتي چې د افغانستان له حکومت سره اوربند وکړي.
کابل د روانې میلادي میاشتې تر اخره له طالبانو سره اوربند اعلان کړی دی، خو طالبانو د اختر درې ورځې اوربند کړی و او بیا یې وویل چې دا اوربند نهتمدیدوي.
د افغانستان ولسمشر اشرف غني د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۲۹» په کابل کې له هلمنده تر کابله د سولې رسېدلي کاروان ته وویل، که طالبان اوربند ومني حکومت بهیې نور هم وغځوي.
ښاغلي غني زیاته کړه:
"ما د اوربند اعلان کړی که یې طالبان مني د یوه کال لپاره زه مطلق تیار یم."
د هلمند د سولې کاروان ویاند بسمالله وطندوست پرون چهارشنبه «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۳۰» ازادي راډیو ته وویل چې طالبانو تهیې درې ورځې وخت ورکړی دی چې لږ تر لږه یوه میاشت اوربند تمدید کړي، کهیې تمدید نهکړ د هغو هېوادونو د سفارتونو مخې ته به پرلت ووهي چې پر هغو تور دی چې له طالبانو سره مرسته کوي.