«UNHCR»: نړۍ کې د کډوالو شمېر په بې ساري توګه ۶۸ نیم میلیونه وګړو ته رسېدلی

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو اداره «UNHCR» وایي، په نړۍ کې د جګړو او نورو ستونزو له امله د بې ځایه شوېو او کډوالو شمېر بې ساري اندازې ته لوړ شوی دی.

دوی وایي چې د جګړو، شخړو او فشارونو له امله د بې ځایه شوېو کسانو او کډوالو شمېر په بې ساري توګه ۶۸ نیم میلیونه وګړو ته رسېدلی دی.

په هغه راپور کې چې دغې ادارې خپور کړی، ویل شوي چې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې ۱۶،۲ میلیون وګړي له خپلو سیمو بې ځایه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارو ادارې ویلي چې له دغو نوېو شمېرو ښکاري چې په نړۍ کې له هرو ۱۱۰ کسانو یو یې بې ځایه شوی یا کډوال دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنر فیلیپو ګراندي چې د دغه راپور له خپریدو مخکې یې د سې شنبې په ورځ په جنیوا کې خبریالانو ته څرګندوني کولې وویل چې موږ له یوه سخت حالت سره مخ یو او په نړۍ کې د جبري بې ځایه شوېو کسانو د ستونزو د هواري لپاره یوې نوې او هر اړخېزې تګ‎لارې ته په‎کار ده او هېوادونه او ټولنې په یوازې سر هغه نه‎شي حلولای.

فیلیپو ګراندي

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنر زیاته کړه چې که په دغو هېوادونو کې چې ډېر کډوال لري، په یوه یا څو کې یې شخړې هوارې شي، ښایي د کډوالو شمېر چې هر کال په زیاتېدو دی، مخ په کمېدو شي.

ګراندي د هغو ستونزو د هواري لپاره چې ډېر خلک له خپلو هېوادونو تېښتې ته اړ باسي، سیاسي اراده ډېره مهمه وبلله.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د راپور له مخې په نړۍ کې د ټولو کډوالو په سلو کې اویا یې په پنځو هېوادونو پورې تړلي دي.

تر ټولو زیات سوریایان له خپلو سیمو په کوردننه بې ځایه شوي یا بهر ته کډوال شوي دي.

د سوریې د اووه کلنۍ کورنۍ جګړې له امله د تېرکال تر پایه بهر ته د دې هېواد د کډوال شوېو شمېر ۶،۳ میلیون وګړو ته رسېږي چې دا په نړۍ کې د کډوالو یوه درېیمه برخه جوړوي.

نور ۶،۲ میلیونه سوریایان هم په کور دننه له خپلو اصلي مېنو بې ځایه شوي دي.

ور پسې افغانستان دی، د ۲۰۱۷ کال تر پایه د بې ځایه شوېو افغانانو شمېر په سلو کې پنځه زیات شوی او شمېر یې ۲،۶ میلیونه وګړو ته رسېږي.

جنوبي سوډان، میانمار او سومالیا نور درې هېوادونه دي چې ډېر وګړي یې په کور دننه بې ځایه شوي یا بهر ته کډوال شوي دي.

په نړۍ کې د ټولو بې ځایه شوېو او کډوال شوېو ۶۸،۵ میلیونه وګړو له نیمایي زیات یې ماشومان دي.

۴۰ میلیون وګړي په خپلو هېوادونو کې دننه له خپلو سیمو نورو سیمو ته بې ځایه شوي او ۲۵،۴ میلیونه وګړي هم له هېواده بهر ګاونډیو او نورو هېوادونو ته کډوال شوي دي چې ۳،۱ میلیونه وګړي هم پناه غوښتونکي ښودل شوي دي.

د کډوالو د عالي کمېشنرۍ د احصایې له مخې په تېر ۲۰۱۷ میلادي کال کې شاوخوا پنځه میلیونه وګړي چې زیاتره یې په کور دننه بې ځایه شوي وو، بېرته خپلو سیمو ته ستانه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنر وویل، هغه انګېرنه چې په ډېرو هېوادونو کې عامه ده چې ګواکې د کډوالو ستونزه په شتمنو هېوادونو پورې تړلې، دا خبره درسته نه‎ده.

فیلیپو ګراندي زیاته کړه، په نړۍ کې د ۸۶،۵ میلیونه بې ځایه شوېو او کډوالو په سلو کې ۸۵ یې په هغو هېوادونو کې اوسي چې بې وزلي یا ډېر شتمن نه‎دي.

د هغه په وینا ترکیې تر ټولو ډېرو کډوالو ته په خپله خاوره کې ځای ورکړی.

ترکیه په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د درې نیم میلیونه وګړو چې زیاتره یې سوریایان دي، کوربنه وه.

پاکستان، اوګانډا، لبنان، ایران او جرمني نور هېوادونه دي چې ډېر کډوال یې منلي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنر ډېرې هیلې د کډوالو لپاره په هغه نوي نړیوال تړون پورې تړلي چې د روان کال تر پایه به د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ له‎خوا تصویب شي.

د دغه تړون له مخې پر هغو هېوادونو چې په خپله خاوره کې یې کډوالو ته ځای ورکړی، فشارونه کمېږي او د کډوالو له اصلي هېوادونو سره مرستې زیاتېږي.

دغه راز له قانوني لارو د مهاجرت لپاره اسانتیاوې برابرېږي او هم له کډوالو سره مرستې زیاتېږي چې په خپلو پښو ودرېږي.

ګراندي وویل، هېڅ‎څوک په خپله خوښه نه غواړي چې کډوال شي، خو موږ دغه انتخاب لرو چې له هغوی سره په څه ډول مرسته وکړو.