یوناما د حکومت او طالبانو له خوا د اوربند د رعایت هرکلی کړی

ملګروملتونو په افغانستان کې د حکومت او وسله والو طالبانو له خوا د اوربند د رعایت هرکلی کړی.

په کابل کې د ملګروملتونو مرستندوی دفتر یوناما په یوه خبرپاڼه کې د ولسمشر اشرف غني له خوا د اوربند د تمدید ستاینه کړې او پر وسله والو طالبانو یې غږ کړی چې دوی دې هم د جګړې د ختمولو لپاره د افغانانو هیلې ته مثبت ځواب ووايي.

په خبرپاڼه کې د افغانستان لپاره د ملګروملتو د ځانګړي استازي تادامیچي یاماموتو له قوله ویل شوي چې نوموړی وايي، د حکومت له خوا د اوربند تمدید د خبرو له لارې د افغانستان د کړکېچ د حل لپاره یو واضح فرصت دی.

یاماموتو ویلي چې دی د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د مستقیمو خبرو لپاره د اساسي ګامونو غوښتونکی دی.

نوموړي د سیمې له هېوادونو هم وغوښتل چې د سولې د اوسنیو هڅو ملاتړ وکړي.