په کشمير کې له بشري حقونو د سرغړونو د څېړنې غوښتنه وشوه

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمشنر په لانجمنه سيمه کشمير کې له بشري حقونو د سرغړونو د احتمال په اړه د نړيوالو څېړنو غوښتنه وکړه.

په يوه راپور کې د بشري حقونو کمشنر رعد الحسين د هند او پاکستان له خوا د معافيت د دوام يادونه کړې ده.

الحسين وويل: ”د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا غوښتنه کوم، چې په کشمير کې له بشري حقونو د سرغړونو په اړه نړيوال هراړخيز تحققات وکړي“.

د هغه په خبره د دې لانجې له کبله په سيمه کې خلک ابتدايي حقوق هم نه لري او هره ورځ له سخت فشار سره مخامخ دي.

د کشمير سيمې پر مالکيت هندوستان او پاکستان دعوا لري.

اټکل کېږي چې تر اوسه په دې لانجه کې تر ٤٤ زرو زيات کسان وژل شوي، چې ډېرى يې ملکيان دي.