د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د دولت د ځينو مخالفو وسلوالو د وژل کېدو خبر ورکړل شوى دى.
دفاع وزارت وايي له وسلوالو طالبانو پرته يې د نورو بهرنيو افراطي وسلوالو پرضد پوځي عمليات هغسې روان دي.
دغه وزارت نن په يوه اعلاميه کې ويلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د افغان قواوو پر پوستو او دولتي ادارو ٣ ډله ييزې او د درنو وسلو ٥ حملې شوې دي.
وزارت په کونړ کې او غزني کې د ١٠ تروريستانو د وژل کېدو او د ٣ نورو د نيول کېدو خبر ورکړى دى.
دفاع وزارت وايي ٦ مخالف وسلوال په پکتيکا کې وژل شوي دي.
دغه وزارت ويلي چې د غزني په اندړو ولسوالۍ کې هم په ځوابي انداخت کې ٤ مخالف وسلوال وژل شوي دي.
وزارت د کونړ په مرورې ولسوالۍ کې د داعش ډلې د ٥ وسلوالو د وژل کېدو خبره هم کړې ده.