د امریکا د متحدوایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ یو وار بیا وویل، روسیې ته دې اجازه ورکړل شي چې د نړۍ د ۷ سترو صنعتي هېوادونو ډلې ته ور ګډه شي.
ټرمپ په کاناډا کې د نړۍ د ۷ سترو صنعتي هېوادونو د مشرانو د غونډې په څنډه کې خبریالانو ته وویل چې دې ډلې ته د روسیې ورګډېدل به د نړۍ په ګټه وي.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ
ډونالد ټرمپ وویل:
"زه فکر کوم چې اته غړي G8 به غوره وي، فکر کوم، د روسیې بیا راتګ به مثبته خبره وي."
د امریکا ولسمشر د جمعې په ورځ کاناډا ته تر روانېدو مخکې هم ورته خبرې کړې وې چې د دې ډلې د غړو او یوشمېر نړیوالو مشرانو له لورې یې مخالفت وشو.
روسیه تر هغه وروسته چې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې یې د کريميا ټاپووزمه په زور له اوکراینه جلا او له ځان سره الحاق کړه او د اوکراین په ختيځ کې د بېلتون غوښتونکو د ملاتړ له امله، د نړۍ د سترو صنعتي هېوادونو له ګروپه وایستل شوه.
د نړۍ د سترو ۷ صنعتي هېوادونو G7 په ګروپ کې امریکا، کاناډا، فرانسه، جرمني، ايټالیا، جاپان او بریتانیا شامل دي.
د جرمني صدراعظمې انګېلا مرکل په مشروط ډول د نړۍ د ۷ سترو صنعتي هېوادونو په ګروپ کې د روسیې د بیا ګډون په اړه د ولسمشر ټرمپ د خبرو ملاتړ کړی دی.
د جرمني صدراعظمه انګیلا مرکل
هغې د جون په اتمه په کاناډا کې د دې ډلې نورو مشرانو ته وویل:
"موږ موافقه وکړه چې د ۷ سترو صنعتي هېوادونو ډلې ته د روسیې راتګ تر هغه ممکن نه دی چې په اوکراین کې د ستونزو په ارتباط پرمختګ ولیدل شي، دا زموږ ګډ نظر و."
د روسیې پر حکومت تور دی چې د اوکراین په ختيځ کې د هغو بېلتون غوښتونکو ملاتړ کوي چې د کورنۍ جګړې اور یې بل کړی دی.
په دې جګړه کې ۱۰ زره او درې سوه کسان وژل شوي دي.
خو د روسیې د بهرنیو چارو وزیر پرون د جون په ۹ مه د هغه هېواد په دولتي ټلوېزیون کې وویل چې هېواد یې د نړۍ د ۷ سترو صنعتي هېوادونو ډلې ته د ورګډېدو په لټه کې نه دی.