د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۸ غبرګولی ۱۳۹۷ کابل ۰۷:۵۴

ټرمپ: روسیه باید بېرته د «G7» هېوادونو غړې شي


د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ پرون جمعه وویل چې روسیه باید، بېرته د نړۍ د سترو صنعتي هېوادونو په ډله کې شامله شي.

د ولسمشر ټرمپ دا وینا، هغه د امریکا له څو مهمو اونېږدې متحدانو سره په مخالف موقف کې دروي.

روسیه تر هغه وروسته چې په۲۰۱۴ مېلادي کال کې یې د کرېمېا ټاپو وزمه په زور له اوکراینه جلا او له ځان سره الحاق کړه او د اوکراین په ختيځ کې د بېلتون غوښتونکو د ملاتړ له امله، د نړۍ د سترو صنعتي هېوادونو له ګروپه وایستل شوه.

خو د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ پرون، مخکې تردې چې په کاناډا کې د نړۍ اوو سترو صنعتي هېوادونو د مشرانو غونډې ته ولاړ شي، د سپینې ماڼۍ په انګړ کې خبریالانو ته وویل چې روسیه باید، بېرته په دې ډله کې شامله شي.

د نړۍ د اووسترو صنعتي هېوادونو[G7] مشرانو په کاناډا کې خپله غونډه د جون پر اتمه پېل کړې او په نهمه به هم خبرې کوي.

XS
SM
MD
LG