پاکستاني چارواکو د نورو خونړيو شخړو د مخنيوي لپاره پرون چهارشنبه «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۱۶» په قبايلي سيمه جنوبي وزيرستان کې د خلکو پر تګ راتګ بنديز د ٢٤ نورو ساعتونو لپاره وغځاوه.
دغه ګرځ بنديز پهداسې حال کې تمديد شو چې تېره يکشنبه «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۱۳» په واڼه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د فعالانو او هغو افراطي وسلهوالو ترمنځ شخړه وشوه چې ويل کېږي له طالبانو سره اړيکې لري.
په هغه پېښه کې لږ تر لږه د ٤ کسانو د وژل کېدو او ٢٥ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوى دى.
پاکستاني چارواکو پرون وويل، تر هغې پېښې وروسته ٨٠ کسان نيول شوي او له واڼه څخه دغه ګرځ بنديز د جنوبي وزيرستان نورو سيمو ته هم غځول شوى دى.
ځايي اوسېدونکي وايي، په سيمه کې ټیليفونونو کار پرېښى او موبايل ټیليفونونه هم فعاليت نهلري.

په سيمه کې يوه روغتيايي چارواکي وويل، ګڼ کسان هغه وخت په تاوتريخوالي کې ووژل شول چې محلي جنګياليو د پښتون ژغورنې غورځنګ د ملاتړو مخه ونيوله چې غوښتليې د خپل يوه مشر علي وزير هرکلي ته راغونډ شي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ يا «PTM» ويلي، د جنګياليو دغه ډله په طالبانو پورې تړلې ده او د پاکستان پوځيې ملاتړ کوي.
د «PTM» په خبره که پر علي وزير هر څه وشول، د پاکستان پوځ به مسؤل وګڼل شي.
د پاکستان حکومت دغو محلي جنګياليو ته «د امن کمېټې» نوم کاروي.
- په همدې حال کې د علي وزير ورور مزمل وزير پهدې اړه چې ورور يې په څه وضعيت کې دى او د امن کمېټې غړي څوک دي؟
نوموړي ازادي راډيو ته وويل:
"موږ د امن کمېټه نهده بللې، بلکې طالب او دهشتګر مو بللي دي. يوازې حکومتيې د امن کمېټه بولي. په وروستيو کې د دې ډلې د جنګياليو شمېر سلګونو ته رسېدلى چې مولونهيې وهلي، موټرونهيې هم زيات شول. نوي موټر او لويې او وړې وسلې ورسره دي. خلک تلاشي کوي او خلک ځوروي."

مزمل وزير وايي، ورور يې علي وزير ته اوس هم خطر شته.
د پاکستان د پوځ يوه وياند تېره دوشنبه «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۱۴» وويل، د امن کمېټې غړي چې د پاکستان حکومتيې ملاتړ کوي، د پښتون ژغورنې غورځنګ له غړو سره په شخړه واوښتل، خو د کمېټې غړو دا شخړه بنده کړه.