د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۶

د پاکستان امنيتي ځواکونو "شوال" له ترهګرو پاک اعلان کړ


د پاکستان پوځي مقامات وايي چې په شمالي وزيرستان کې يې افغان پولي ته نزدې د پاکستاني طالبانو تر ټولو پياوړى مرکز "شوال" له ترهګرو پاک کړى دى.

شوال د شمالي وزيرستان لېرې پرته غرنۍ سيمه ده چې د شمالي او جنوبي وزيرستان پر پوله پرته ده او د پاکستاني طالبانو او نورو وسله والو ډلو پياوړى مرکز ګڼل کېده.

د شمالي وزيرستان په شوال سيمه کې د پوځي عملياتو قومندان بريګيډير شبير نارينجو د شنبې په ورځ خبريالانو ته وويل چې د روان کال په فرورۍ مياشت کې يې په دغه سيمه کې د ضرب عضب پوځي عملياتو وروستۍ مرحله پيل کړې وه چې په نتيجه کې يې دا سيمه په بشپړه توګه له ترهګرو پاکه شوې ده.

نوموړى وايي چې په شوال کې يې د پوځي عملياتو پر مهال ١٢٠ ترهګر وژلي ٨٠ يې ټپيان کړي او په خبره يې چې له وسله والو سره په مخامخ نښته کې د پوځ د يوه کيپټن په ګډون لږ تر لږه ٦ سرتېري مړه او ٢٦ نور په کې ټپيان شوي هم دي.

نوموړي شوال د کورنيو او بهرنيو ترهګرو پياوړى مرکز وباله او ويې ويل:

"شوال د ترهګرو لپاره ډېر مهم ځاى و، ځکه چې دا د هغوى وروستى پناه ځاى و او هغوى موږ سره دلته سخته جګړه کوله. دلته (شوال کې) د هغوى جګپوړي مشران او تربيه شوې ډلې موجودې وې، چې موږ سره يې جګړې وکړې."

پوځي مقامات همدا راز هغې وسلې او مهمات هم په خبريالانو ته وښودل چې په شوال کې يې د عملياتو پر مهال له وسله والو نيولي وو.

امنيتي ځواکونو د ٢٠١٤م کال په جون کې تر هغې وروسته په شمالي وزيرستان کې د مېشتو کورنيو او بهرنيو وسله والو پر ضد پوځي عمليات پيل کړل
امنيتي ځواکونو د ٢٠١٤م کال په جون کې تر هغې وروسته په شمالي وزيرستان کې د مېشتو کورنيو او بهرنيو وسله والو پر ضد پوځي عمليات پيل کړل

شوال د شمالي وزيرستان لېرې پرته غرېزه او ځنګلزاره سيمه ده چې له افغانستان سره نښتې پوله لري او ويل کېدل، چې وسله والو په کې پياوړي مرکزونه جوړ کړي وو.

امنيتي ځواکونو د ٢٠١٤م کال په جون کې تر هغې وروسته په شمالي وزيرستان کې د مېشتو کورنيو او بهرنيو وسله والو پر ضد پوځي عمليات پيل کړل چې له پاکستاني طالبانو سره خبري ناکامې شوې او طالبانو د کراچۍ په ګډون په بېلابېلو سيمو کې خونړي ترهګريز بريدونه وکړل.

امنيتي چارواکي وايي چې په شمالي وزيرستان کې يې د پوځي عملياتو پر مهال نزدې ٣٥٠٠ کورني او بهرني وسله وال وژلي، د هغوى لسګونه مرکزونه او پټنځايونه يې ويجاړ کړي او کمانډ او کنټرول سيسټم يې ورته له منځه وړ دى.

راپور: ذبيح مومند

XS
SM
MD
LG