دُرانی: د کندهار په ۱۳ انتخاباتي مرکزونو کې د نوم‎لیکنې پاڼې خلاصې شوي

د کندهار ښار په شاوخوا ۱۳ انتخاباتي مرکزونو کې د ټاکنو له‎پاره د نوم‎لیکنې پاڼې خلاصې شوي او په پنځو ولسواليو کې لا د نوم‎لیکنې پروسه پيل شوې نه‎ده.

د کندهار د ټاکنو کمېسیون رئیس محمد هاشم دُرانی وايي، د کندهار ښار په ۱۳ مرکزونو او همدا ډول د دوو ولسواليو سپین‎بولدک او میوند په ټولو مرکزونو کې د نوم‎لیکنې پاڼې خلاصې شوي دي.

د دُراني په وینا له رېګستان، شورابک، غورک، معروف او نېش ولسواليو څخه‌يې خپل مأمورین ایستلي، ځکه هلته په ۱۵ ورځو کې یوازې تر زرو کسانو نوم‎لیکنه کړې.

د ټاکنو د کمېسیون رئیس زیاتوي چې د موادو د خلاصېدو ستونزه‌یې له مرکز سره شريکه کړې ده.

نوموړی وايي:

"د میوند ولسوالۍ مواد پرون سې شنبه خلاص شوي چې نن چهارشنبه هلته هېڅ کار نه‎دی شوی او حال دا چې ډېر خلک هلته ولاړ وو او د موادو انتظار يې کاوه او په کندهار ښار کې ۱۳ مرکزونه لرو چې هلته د نوم ثبتونې کتابونه نه‎شته او خلک په انتظار دي، د بولدک مواد هم خلاصېږي، مرکزي دفتر مې په جریان کې کړی دی."

په عین وخت کې د کندهار د ولایتي شورا غړي د نوم‎لیکنې د موادو خلاصېدل یوه جدي ستونزه بولي.

د ولایتي شورا غړی عطاءالله عطا او محمد نادر وايي، کندهار ته د نوم‎لیکنې مواد له لویه سره کم ورکول شوي وو.

د ټاکنو د کمېسيون د معلوماتو پر اساس په کندهار ښار او ولسواليو کې تر دې مهاله نږدې ۴۰۰ زره کسانو نوم‎لیکنه کړې ده چې ۷۰ زره‌يې ښځې دي.

راپور : صادق رښتینی