د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرسته په ټینګار سره وايي چې د زورواکو په ګډون د ملي شورا او ولایتي شورا یو شمېر غړي د کانونو پر وړاندې ستونزې جوړوي.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرسته وايي، د امنیت شورا تر پرېکړې وروسته به د هغو زورواکو او د ملي شورا او ولایتي شوراګانو د غړو نومونه له رسنیو سره شریک کړي کوم چې د کانونو د قانوني استخراج په وړاندې ستونزې رامنځته کوي او یا یې هم په خپلسري ډول سپړي.
نرګس نهان د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۰۳» په کابل کې خبریالانو ته وویل، د دغو کسانو نومونهیې امنیت شورا ته سپارلي دي.
نوموړې وویل:
"له طالب او داعشه ګیله نهشته، ځکه دوی د نظام دښمنان دي، دوی نهیوازې د کانونو په برخه کې، بلکې په هره ساحه کې چې وغواړي نظام ته زیان اړوي، غواړم واضح ووایم چې د ملي شورا او ولایتي شوراګانو یو شمېر غړي شته چې موږ یې له جدي ستونزو سره مخ کړي یو."
دا لومړی ځل نهدی چې د کانونو پر وړاندې د ستونزو د راپیدا کولو په اړه د ملي شورا او ولایتي شوراګانو په ځينو غړو تور پورې کېږي، بلکې تر دې مخکې هم د ملي شورا یو شمېر غړي په غیر قانوني توګه د کانونو په غیر قانوني استخراج تورن شوي وو.
افغانستان ګڼې طبیعي سرچینې او کانونه لري چې سره زر، مس، لاجورد، نفت، تالک، مرمر او د ډبرو د سکارو په ګډون بېلابېلې نورې قیمتي ډبرې پهکې شاملې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د «ګلوبل وټنس» په نوم یوې غیر دولتي نړیوالې مؤسسې په خپل وروستي راپور کې ویلي دي، داعش د عربستاني او پاکستاني انجنيرانو په مرسته په افغانستان کې د کانونو کېندل پیل کړي.
د دغې مؤسسې په راپور کې د ځینو کسانو په حواله چې هویتیې پټ ساتل شوی راغلي چې اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش د ننګرهار په ځینو سیمو کې ماشینونه او نور تجهیزات ځای پر ځای کړي او عملاً یې د قیمتي ډبرو ایستل پیل کړي دي.
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرستې که څه هم دغه راپور په ښکار تأیید او یا رد نهکړ، خو زیاتهیې کړه چې د دغه راپور په چمتووالي کې دوی له ګلوبل وټنس مؤسسې سره مرسته کړې ده.
خو د افغانستان دفاع وزارت د «ګلوبل وټنس» مؤسسې د راپور د تأيید تر څنګ وايي چې د اسلامي دولت ډله یا داعش د ننګرهار په شمول په ځینو ولایتونو کې کانونه راسپړي.
په ورته وخت کې د ولسي جرګې دوهم منشي عرفانالله عرفان که څه هم دغه تورونه نهتأییدوي او نه هم ردوي، خو وايي که داسې څه موجود وي د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت دې مخه ونیسي.
ښاغلي عرفان زیاته کړه:
"حکومت تل د خپل بام واورې د نورو په بامونو وراچوي، خپله حکومت ستونزې لري، مدیریت نهلري، له بدهمرغه په تېرو څه باندې ۱۴ کلونو کې د کانونو او پټرولیم وزارت رهبرۍ ته داسې څوک رانهغی چې دغه وزارت مدیریت کړي، شک نهشته چې موږ په ټولو ابعادو کې ستونزې لرو، زه نهتأیید او نه هم ردوم چي ستونزې شته، خو په اصل کې ستونزه د وزارت په مدیریت کې ده."
د افغانستان د مشرانو جرګې اداري پلاوی هم ورته نظر لري.
له دې وړاندې افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي دي افغانستان د تریلیونونو ډالرو په ارزښت کانونه لري چې پهدې وروستیو کې د دغه هېواد د ۳۳ سلنه کانونو قیمت درې تریلیونه ډالره اټکل شوی دی.
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرسته وايي چې په افغانستان کې د کانونو د غیر قانوني کېندنې د مخنیوي او خوندیتوب لپارهیې د دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت او ملي امنیت ریاست د کار کوونکو په ګډون یوه محافظتي کمېټه هم جوړه کړې چې دوه ورځې وړاندې یې خپله لومړنۍ غونډه وکړه.
اغلې نهان زیاته کړه چې د دغې کمېټې د پرېکړو په عملي کېدو کې به امنیت شورا له دوی سره بشپړه همکاري کوي.
راپور: رحمتالله افغان