د افغانستان دفاع وزارت وايي، د کابل ښاریانو ته د وسلهوالو طالبانو وروستی ګواښ، تش تبلیغات او بېاغېزه دی.
وسلهوالو طالبانو پر انټرنټ په یوه بیان کې پرون دوشنبه د کابل خلکو ته خبرداری ورکړی چې له پوځي مرکزونو دې لیرې وي.
په بیان کې راغلي چې وسلهوال طالبان به په کابل کې پر استخباراتي او پوځي مرکزونو حملې کوي.
خو د افغانستان د ملي دفاع وزارت د ویاند دفتر سرپرست محمد رادمنش ازادي راډیو ته وویل چې امنیتي او دفاعي ځواکونه، دهشت اچوونکو ته اجازه نهورکوي چې خپل هدف ته ورسېږي.
محمد رادمنش وویل:
"موږ د کابل ښار د دروازو څارنه او تل کوښښ کوو چې د کابل ښار امنیت ښه وي. خو دا چې وسلهوال طالبان تل داسې تبیلغات کوي، غواړي د خلکو ذهني ارامي لهمنځه یوسي، خو هدف ته به ونهرسېږي."
وسلهوالو طالبانو په خپل بیان کې ویلي چې د یوه بېګناه ملکي وګړي د وژلو نیت هم نهلري له دې املهیې خبرداری ورکړی دی.
خو رادمنش وویل چې وسلهوالو طالبانو تل پر ملکي وګړو حملې کړې دي.
په کابل کې د پوځي چارو څارونکي، عزیز وردک ازادي راډیو ته وویل چې که وسلهوال طالبان په کابل کې پر پوځي مرکزونو حملې وکړي، په ښار کې د ګڼې ګوڼې او لهدې امله چې پوځي او استخباراتي تأسیسات د خلکو د استوګنې سیمو ته نږدې دي، د ملکي تلفاتو مخنیوی تقریباً نا ممکن دی.
خو جنرال وردک وویل، پر کابل د وسلهوالو طالبانو د حملو مخنیوی ممکن دی.
جنرال وردک زیاته کړه:
"د دې لپاره قوي استخباراتو ته اړتیا ده چې له کابله لیرې، د وسلهوالو فعالیتونه کشف او د هغوی پلانونه شنډ کړي."
وسلهوالو طالبانو تر دې وړاندې، په زیاتو مواردو کې پر ملکي کسانو د خونړیو حملو مسؤلیت منلی دی.
د کابل یو شمېر ښاریانو چې له ازادي راډیو سرهیې خبرې کړي، ویلي دي چې په کابل کې د پوځي تأسیساتو او ملکي خلکو ترمنځ واټن، تقریباً نهشته او وسلهوال طالبان باید لږ تر لږه، اسلامي ارزښتونو ته د درناوي لهمخې په روژه کې پر ښارونو او کلیو حملې بندې کړي.
د جنورۍ په میاشت کې په کابل کې په مرګونې حمله کې چې مسؤلیتیې وسلهوالو طالبانو واخیست، تر ۱۰۰ زیات وګړي ووژل شول.
وسلهوالو طالبانو د ثور میاشتې په پیل کې د الخندق په نوم پسرلني عملیات پیل کړل او ویېویل چې پر امریکايانو او د هغوی پر افغان همکارانو به حملې وکړي.
خو د عملیاتو د پیل له اعلان راهیسې، دا د کابل ښاریانو ته په ځانګړي ډول د وسلهوالو طالبانو لومړی خبرداری دی.
د افغانستان حکومت سږ کال، وسلهوالو طالبانو ته د سولې یو هر اړخیز پلان وړاندې کړ او له هغوی يې غوښتنه وکړه چې له قید او شرط پرته له سیاسي بهیر سره یوځای شي.
د امریکا حکومت ویلي چې سوله د طالبانو لپاره تر ټولو غوره ده، ځکه امریکا ویلي چې وسلهوال طالبان په جګړه کې میدان نهشي ګټلی.