د افغانستان د مخدرو موادو پر ضد د مبارزې وزارت وايي، د دوی وروستۍ سروې ښيي چې په افغانستان کې ۹۰۰۰ ټنه تریاک تولید شوي او پهدې کار کې څه باندې درې لکه کسان بوخت دي.
د قانون د حاکمیت کمزوري، سیاسي بېثباتي، نا امني، اداري فساد، بېکاري، د پوهې کموالی، د بزګرو حاصلاتو ته د مناسبو مارکېټونو نشتوالی او داسې نور هغه څه دي چې په هېواد کې یې د مخدره موادو کښت ته ځیني بزګران لېواله کړي دي.
دا خبره له مخدره موادو سره د مبارزې د وزارت مرستیال جاوید احمد قایم د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غويي ۳۱» د مخدره موادو د کښت، تولید او پهدې چاره کې د بزګرانو د بوختیا په اړه د یوې سروې د نتایجو د اعلانولو پر مهال وکړه.
ښاغلي قایم وویل، پهدې اړه د دوی وروستۍ شپږ میاشتنۍ سروې ښيي چې د هېواد په ناامنو سیمو کې بزګرو د مختلفو لاملونو لهمخې د کوکنار کر ته مخه کړې چې ډېری خلکو تهیې د نا مشروع کارونو زمینه برابره کړې ده.
دی وايي:
"پروسږ کال د دوی د سروې شمېرې ښيي چې ۳۵۴۰۰۰ کسانو ته د کوکنار په کروندو کې کار پیدا شوی دی. په افغانستان کې د ۲۰۱۱ میلادي کال په پرتله په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د هغو برګزو په شمېر کې چې پخوا یې کوکنار نهوو کرلي، ۱۱ فیصده زیاتوالی راغلی دی."
ښاغلي قایم زیاته کړه، دغه سروې د هېواد په ۱۳۰۰ کلیو کې له شااوخوا ۴۰۰۰ بزګزو او شااوخوا ۱۲۰۰ سپینږیرو سره د مرکو پر مټ د اقتصادي او ټولنیزې سروې تر نامه لاندې په وروستیو ۶ میاشتو کې ترسره شوې ده.
د مخدره موادو د وزارت دغه سروې ښيي چې په افغانستان کې د مخدره موادو د کښت، تولید او قاچاق ټول دغه نا مشروع مالي ارزښت له څلورو څخه ۶ بیلیونو ډالرو ته رسېږي چې لویه برخهیې د سیمې او نړۍ د مافیا جېبونو ته لوېږي.
د دغه وزارت چارواکو وویل، افغان حکومت د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې په لار کې لاسته راوړنې لري او هر کال د دغو موادو تولیدوونکو او قاچاق کوونکو ته شااوخوا ۴۰۰ میلیونه ډالره زیان رسوي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د مخدره موادو پر ضد د دوی عملیات له پلان سره پر مخ ځي.
د دغه وزارت د مخدره موادو پر ضد د مبارزې د معنیت د خپرونو مسؤل اسدالله یادګار ازادي راډیو ته وویل:
"د کورنیو چارو وزارت د ستراتېژیک پلان سره سم، د مخدره موادو د لهمنځه وړلو په برخه کې عملیات روان دي او لاسته راوړنې هم لرو. په بدخشان، جنوبي ولایتونو او ځینو نورو سیمو کې مو د مخدره موادو یو شمېر فابریکې لهمنځه وړي او په هر ځای کې ضرورت پیدا شي، هلته عملیات ترسره کوو."
د مخدره موادو پر ضد د مبارزې وزارت وايي، دغه چاره سیمهییز او نړیوال اړخونه لري او تر هغې چې پهدې برخه کې له افغانستان سره په سیمهییزه او نړیواله کچه مرسته ونهشي، دغه ستونزه به ژر هواره نهشي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مخدره موادو پر ضد د مبارزې مسؤل مارک کولن وايي، هڅه کوي د دغو موادو پر ضد د مبارزې په لاره کې له افغان حکومت سره د ستراتېژیو په جوړولو کې مرستې وکړي.
دا پهداسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د راپور له مخې افغانستان اوس هم د نړۍ د هغو هېوادونو په لېست کې شامل دی چې کوکنار پهکې زیات کرل کېږي.
راپور: خان محمد سیند