د امريکا دفاع وزارت يا پنټاګون وايي، دا امکان له پامه نهشي غورځول کېدای چې د افغانستان پر فراه ښار د طالبانو له وسلهوالو حملو سره د ايران ملاتړ وو.
د پنټاګونو وياندې ډانا وايټ د پنجشنبې په ورځ خبريالانو ته پر فراه ښار د ایران لهخوا د طالبانو د حملو د ملاتړ په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل:
"فکر کوم دا امکان هېڅکله ردېدلای نهشي چې ايران پهدې سیمه کې څومره لاسوهنه کوي. ايران په منځني ختيځ کې تر ټولو زيات بې ثباته کوونکی فکتور دی. نو زه فکر نهکوم د دوی لهخوا د زیان رسولو امکان هېڅکله رد کړای شو."
د امریکا دفاع وزارت دا خبرې پهداسې حال کې کړي چې د پنجشنبې په ورځ د امريکا د بهرنیو چارو نوي وزیر مايک پومپئو له ولسمشر غني سره ټليفوني خبرې وکړې.
پومپئو ولسمشر غني ته له افغانستان سره د امريکا د ملاتړ ژمنه تکرار کړه.
د بهرنيو چارو وزارت وياندې هدر ناوئرټ وويل چې پومپئو ولسمشر غني ته په خبرو کې څرګنده کړه چې هېواد يې د فراه ښار د دفاع لپاره د افغان ځواکونو ملاتړ کوي.
د سې شنبې په ورځ سلګونو طالبانو د فراه ولايت پر مرکز فراه ښار حملې پيل کړې.
افغان دفاعي او امنيتي ځواکونو په ځوابي اقداماتو کې هوايي او ځمکني عمليات پيل کړل چې د چهارشنبې تر سهاره یې دوام وکړ.
وروسته افغان چارواکو په فراه ولایت کې د تصفيوي عملیاتو خبر ورکړ او په وينا یې فراه ښار د طالبانو له حضوره پاک شو.
په همدې حال کې د فراه والي عبدالبصير سالنګي ویلي چې د عملیاتو پر مهال په فراه ښار کې ۳۰۰ طالب وسلهوال او ۲۵ د ملي اردو سرتېري وژل شوي دي.
د فراه د امنيې قوماندان فضل احمد شېرزاد د طالبانو له حملې یوه ورځ وروسته یوې خبري غونډې ته وویل چې ایران په دغه ولایت کې طالبان تمویل او تجهیزوي، خو د افغانستان دفاع وزارت په فراه کې له طالبانو سره د ایران همکاري نهده تأیید کړې.
ایراني چارواکو تراوسه پهدې اړه څه نهدي ویلي.