په فراه کې د امریکايي ځواکونو د حملې وېډيو

Your browser doesn’t support HTML5

امریکايي ځواکونو په فراه ولايت کې پر طالب جنګياليو د هوايي حملې وېډيو خپره کړې ده. د امريکایي ځواکونو د معلوماتو له مخې، دا وېډيو په فراه ښار کې د سې شنبې په ورځ بمبارۍ ښکاره کوي. فراه له درېیو ورځو راهيسې د افغان امنيتي ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ د خونړيو نښتو شاهد دی.