د ایران په جنوب لوېدیځ کازرون ښار کې د تاوتریخوالي په ډکو مظاهرو کې لږ تر لږه یو کس وژل شوی او شپږ نور ټپیان شوي دي.
د فارس نیمه دولتي خبري اژانس وايي چې دغلته د پولیسو یو مأموریت ته هم اور اچول شوی.
د فارس نیمه دولتي خبري اژانس په وینا، د چهارشنبې په ماښام یو شمېر اعتراض کوونکي د کازرون ښار کې راټول شوي وو.
دا ښار د تهران څخه د ۹۰۰۰ کېلو مترو په واټن، جنوب کې پروت دی.
په کازرون کې د اوونیو راهیسې د ځايي چارواکو د هغې پرېکړې پر ضد اعتراضونه کېږي چې غواړي د دې ښار ځینې ناحیې له ښار بېلې او یوه نوي ښارګوټي سرهیې یوځای کړي.
له پخوانیو اعتراضونو وروسته چارواکو ژمنه وکړه چې خپله پرېکړه به عملي نهکړي.
عیني شاهدانو رسنیو ته ویلي چې د چهارشنبې ورځې د ماسپښین مهال مظاهره کې یو شمېر کسان نیول شوي وو او بیا یو شمېر نور کسان د پولیسو د مأموریت مخې ته راټول شول او د نیول شویو کسانو د خوشې کېدو غوښتنهیې کوله.
بي بي سي د یو عیني شاهد له قوله ویلي، د پولیسو لهخوا ډزې د دې سبب شوې چې وضعیت په تاوتریخوالي بدل شي.
په ایران کې د بشري حقونو لپاره د نیویارک مرکز د ځايي سرچینو له قوله ویلي چې لږ تر لږه درې کسان په دې تاوتریخوالي کې وژل شوي دي.
د اعتراضونو او تاوتریخوالي څخه په ټولنیزو رسنیو کې یو شمېر وېډیوګانې خپرې شوې دي.
تجمع شبانه مردم کازرون در اعتراض به تقسیم این شهرستان به دو قسمت مجزا، با دخالت و تیراندازی پلیس به خشونت کشیده شد، به گزارش رسانههای محلی دست کم سه شهروند غیرنظامی در پی شلیک مستقیم پلیس کشته شدهاند. pic.twitter.com/wUQPveRz1w
— کمپین حقوق بشر در ایران (@ICHRI_Fa) May 16, 2018
یوه وېډیو چې انلاین خپره شوې پهکې اعتراض کوونکي ښکاري چې یو ټپي کس انتقالوي.
په بله انلاین خپره شوې وېډیو کې اعتراض کوونکي د ایران د پولیسو خلاف نارې وهي.
په یو بله وېډیو کې خلک نارې وهي چې «امریکا د ایران دښمنه نهده، بلکې زموږ دښمن همدلته دی.»
د کازرون ښار کې شااوخوا ۱۵۰ زره وګړي اوسېږي چې ډېر یې د قشقايي قبیلې سره تړاو لري.
د دې قبیلې یو شمېر غړي په دودیزه توګه له ځان سره د ښکار ټوپکي ګرځوي.