صدیقي: د ملي یووالي حکومت د مشرانو اختلافات به هېواد له جدي کړکېچ سره مخ کړي

د افغانستان د مشرانو جرګې اداري پلاوی وايي، د حکومت د مشرانو ترمنځ وروستي اختلافات به، هېواد له جدي کړکېچ سره مخ کړي.

د ملي یووالي حکومت د مشرانو ترمنځ د اختلافونو او یو پر بل د انتقادونو دوام، د مشرانو جرګې اداري پلاوی او یو شمېر شنونکي اندېښمن کړي دي.

د دغې جرګې دوهم مرستیال محمد اصف صدیقي د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غويي ۲۵» ازادي رادیو ته وویل چې د حکومت د مشرانو ترمنځ وروستي اختلافونه به د هېواد سیاسي، امنیتي او اقتصادي وضعیت له جدي ګواښونو سره مخ کړي.

د ده په خبره د حکومت مشران باید په اوسنیو شرایطو کې، د خپلمنځي سیاسي اختلافونو پر ځای، د هېواد کمزوري وضعیت ته رسېدنه وکړي.

محمد اصف صدیقي

نوموړي زیاته کړه:

"کورني اختلافات د اقتصادي، امنیتي، د کډوالۍ او داسې نورو ستونزو لامل کېږي او زیان‌یې تر ډېره ملت ته رسېږي. یو شمېر ولایتونه او ولسوالۍ د سقوط په حال کې دي، موږ په ډېرو ناوړو شرایطو کي یو، په دغه حالت کې به کورني اختلافونه زموږ لپاره یو لوی خطر او حتی سونامي وي."

دغه اندېښنې په داسې حال کی مطرح کېږي چې د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله پرون د تذکرو پر کاپیانو د سټیکرونو لګولو ته په اشارې سره وویل چې هېڅ‌څوک حق نه‌لري چې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون غړي وګواښي او د دغه کمېسیون خپلواکي تر پوښتنې لاندې راولي.

ده دغه‌شان وویل چې د دې وخت رارسېدلی چې د ځان تېر ایستلو پر ځای، د امنیتي ځواکونو ملاتړ وشي.

ښاغلي عبدالله که څه هم د چا نوم یاد نه‌کړ، خو و یې‌ویل چې د افغانستان د خلکو لومړیتوب د امنیت ټینګښت دی، حال دا چې د ده په خبره، حکومتي مسؤلین په خپلو کارونو بوخت دي.

خو د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري د اجرائیه رئيس تر دغو څرګندونو وروسته وویل چې په تصمیم نیولو کې دخیل کسان باید په خپلو خبرو کې ملي ګټې په پام کې ونیسي او د جمعي تصمیم ملاتړ وکړي.

ده د جمهوري ریاست له‌خوا د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د غړو ګواښل رد کړل ویې‌ویل چې د یاد کمېسیون غړي کولای شي په دې اړه خپلې اندېښنې له خلکو سره شریکې کړي.

د سیاسي چارو پوه داوود مایار دغو څرګندونو ته په پام سره وايي چې د حکومت د مشرانو ترمنځ اختلافات پرته له شکه، په هېواد کې کړکېچ ډېرولی شي.

داوود مایار

نوموړي زیاته کړه:

"افغانستان اوس له بهرنیو جدي ستونزو سره مخ دی او دغه وضعیت او ګواښونو ته په پام سره، که د حکومت مشران د دوی انرژي په خپلمنځي اختلافونو لګوي، خلک او حکومت ته به لوی زیانونه ورسېږي، که حکومت دغه ستونزې حل نه‌شي کړی، د افغانستان خلک به له جدي ګواښونو سره مخ شي."

د امنیتي چارو پوه محمدا ګل مجاهد وايي، په افغانستان کې امنیتي وضعیت ښه نه‌دی او ښه کولو ته‌یې باید پرته له سیاسي اختلافونو، رسېدنه وشي.

پخوا تر دې د ولسي جرګې ځینو غړو ویلي چې ولسمشر او اجرائیه رئيس باید خپلمنځي اختلافونه یوې خوا ته کړي او د کړکېچ د مخنیوي او د سولې د ټینګښت لپاره هڅې وکړي.

راپور: خان محمد سیند