ملالۍ بشير ته د غوره خبريالې جايزه ورکړل شوه

د ازادۍ راډيو خبريالې ملالۍ بشير ته د ٢٠١٨م کال د غوره خبريالې جايزه ورکړل شوه.

دغه جايزه په بريتانيا کې د مسلکي افغانانو د شبکې له‌خوا مېرمن بشير ته پرون د خبريالۍ په ډګر کې د هغې د فعاليت له کبله ورکړل شوې ده.

دغې شبکې په پښتو او انګرېزۍ ژبو پر بېلابېلو موضوعاتو د راپور ورکولو له کبله د مېرمن بشير هڅې ستايلې دي.

ملالۍ بشير وويل دا ډول جايزې به د خبريالۍ په ډګر کې دا لا فعاليت ته وهڅوي.

مېرمن بشیر وايي:

"د افغان پروفیشنلز نېټورک څخه ډېره مننه چې زما کار يې د دې جايزې وړ وباله. دا جایزه ځکه هم مهمه ده چې نړۍ په داسې حال کې زموږ د کار اغېز لمانځي چې په افغانستان کې رسنۍ په دوامداره توګه د سخت دريځو تر حملو لاندې راغلي. دا جايزه به ما نوره هم وهڅوي چې د ژورنالیزم په ډګر کې لا نور زیار وباسم او خدمت وکړم."

ملالۍ بشير له تېرو څلورو کلونو راهیسې په پراګ کې د ازادي راډيو په مرکزي دفتر کې کار کوي.

هغې د فولبرايټ معتبر سکالرشېپ له لارې په امريکا کې د ماسټرۍ تر کچې لوړې زده‌کړې کړې دي.