افغان حکومت پرېکړه وکړه چې د کابل په لوېدیځ کې نوې امنیتي حوزه جوړه کړي

د افغانستان حکومت په کابل کې د چهارشنبې د ورځې له خونړیو بریدونو وروسته پرېکړه وکړه چې د کابل په لوېدیځ کې یوه نوې امنیتي حوزه جوړه کړي.

د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي ازادي راډيو ته وویل چې دا امنیتي حوزه به راتلونکې اوونۍ پرانیستل شي او په دې اړه د چهارشنبې په ورځ د ولسمشر او امنیتي ادارو په غونډه کې تصمیم ونیول شو.

د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي

نوموړي زیاته کړه:

"د کابل په لوېدیځ کې په ۱۳مه ناحیه کې یوازې یوه حوزه ده، له بده‎مرغه په وروستیو اوونیو کې موږ هلته د یو شمېر ترورېستي بریدونو شاهدان وو. له یوې مودې راهیسې پر دې فکر کېده چې دا سیمه پراخه ده، نو دا سیمه دې پر دوو امنیتي حوزو ووېشل شي چې د اعلی سرقوماندان په غونډه کې هم پرېکړه وشوه چې په ۱۳مه ناحیه کې نوې امنیتي حوزه جوړه شي او د کابل د امنیتي حوزو تشکیلات معلوم دي چې هغومره امنیتي ځواکونه به هلته ځای پر ځای شي."

په کابل کې پرون چهارشنبه په شهر نو او دشت برچي سیمو کې په بریدونو کې د دوو پولیسو په ګډون اووه تنه ووژل شول او د دوو پولیسو په ګډون نږدې ۲۰ تنه ټپیان شول.​

په کابل کې د امنیتي چارواکو په وینا په دې بریدونو کې اته برید کوونکي وژل شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک د دې حملو په اړه د چهارشنبې په ورځ خبري غونډې ته وویل چې په ځینو موټرو کې ښار ته چاودېدونکي مواد داخلېږي.

د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک

ښاغلی برمک زیاتوي:

"د استخباراتي معلوماتو له مخې چې د کشفي او استخباراتي ادارو له لوري موږ ته رارسېږي، یو شمېر چاودېدونکي مواد او ځان‎وژونکي د همدغو تورو ښیښو په موټرو کې راځي. یو شمېر وسایط بیا پخوا د کابل ښار ته راوړل شوي، نو که انتحاریان کابل ته داخلېږي، له همدغو وسایطو چې غیر قانوني کابل ته راوړل شوي، له حوېلیو راایستل کېږي او د ښار دننه حرکت کوي."

ښاغلي برمک زیاته کړه چې د مشکوکو خلکو او مشکوکو موټرو په برخه کې دې ولس پولیسو ته اطلاعات ورکړي او مرستې دې زیاتې کړي، خو په کابل کې د امریکا د متحده ایالاتو پخواني سفیر زلمي خلیل‎زاد ازادي راډیو ته وویل چې د ښار د امنیت مصونیت د حکومت دنده ده او باید پرې نه‎ږدي چې نور په‎دې ښار کې د تورو ښیښو موټر وګرځي.

زلمی خلیلزاد

نوموړی وايي:

"د کورنیو چارو وزیر څرنګه وایي چې د تورو ښیښو موټر راځي او دی نه‎شي کولای چې دا موټر ودروي. د پارلمان دا غړي څوک دي؟ د حکومت لومړۍ دنده د خلکو امنیت دی، نو که داسې ستونزه شته باید دا سیاست سمدستي بدل شي او دې موټرو ته اجازه ورنه‎کړي چې راشي او که راځي دا موټر باید ودرول شي او ونیول شي، ولسمشر، اجرائیه رئیس او نور باید دې مسئلې ته سمدستي پاملرنه وکړي."

  • دشت برچي

په دشت برچي کې درې تنو حمله کړې وه چې ووژل شول.

د دې حملو مسؤلیت داعش منلی دی.

  • شهرنو

د شهرنو بریدونه بیا د پنځو تنو له‎خوا وشول چې دوی په‎کې ووژل شول او د دې بریدونو مسؤلیت طالبانو په غاړه واخیست.

Your browser doesn’t support HTML5

د کابل ښار د لسمې ناحیې د پېښې ویډیو

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست په خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې په کابل کې د چهارشنې د ورځې بریدونه حقاني شبکې د پاکستان د لشکر طیبه ډلې په مرسته ترسره کړي او په‎دې برخه کې د ثبوت لپاره اسناد او شواهد لري.