په افغانستان کې د بې‌کارۍ او بې‌وزلۍ پر زیاتوالي د مشرانو جرګې اندېښنه!

له ناامنۍ وروسته د بې‌وزلۍ او بې‌کارۍ لوړه کچه په افغانستان کې هغه جدي ګواښونه دي چې د افغانستان د ملي شورا د غړو جدي اندېښنې یې راپارولې دي.

د مشرانو جرګې اداري پلاوی وايي، بې‌وزلۍ او بې‌کارۍ افغانان سخت متأثر کړي او حکومت نه‌دی توانېدلی چې د دغو پدیدو په وړاندې، لازم پروګرامونه تر لاس لاندې ونیسي.

د دغې جرګې لومړي مرستیال محمد علم ایزدیار د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غویي ۱۷» ازادي راډيو ته وویل، بې‌وزلي او بې‌کاري په افغانستان کې جدي ستونزې دي او مشکلات به نور هم زیات کړي.

محمد علم ایزدیار

دی وایي:

"بې‌وزلي او بې‌کاري نېغ په نېغه په ناامنۍ تأثیر کوي او خلک له هېواده بهر ته ځي، په حکومت باندې د خلکو باور، په کاري کړنو یې او د افغانستان پر راتلونکي بې‌باوري زیاتوي، نو له همدې امله دا موضوع زموږ د جدي اندېښنې وړ ده."

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د احصائیې د مرکزي ادارې د ۱۳۹۵ لمریز کال د راپور له مخې چې د یکشنبې په ورځ خپور شوی، د بې‌کارۍ کچه ۲۴ په ۱۰۰ کې او د بې‌وزلۍ کچه ۵۴ ته لوړه شوې ده.

د دغې ادارې په راپور کې دغه‌شان راغلي، په افغانستان کې د بې‌وزلۍ کچه له ۳۸ تر ۵۴ سلنې لوړه شوې او په ۱۰۰ کې ۴۴ افغانان خوراکي خوندیتوب نه‌لري.

د احصائيې د مرکزي ادارې دا راپور د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې له ۲۱ زره کورنیو سره د مرکو پر اساس چمتو شوی چې په‌کې له ۲۴ فیصده اوزګارو، ۴۱ فیصده ښځو او ۱۸ په ۱۰۰ کې نارینه‌وو سره مرکې شوې دي.

د دې راپور له خپرېدو وروسته، نړیوال بانک په یوه اعلامیه کې ویلي چې له نیمایي زیات افغانان د بې‌وزلۍ له کچې لاندې ژوند کوي او په دې اړه جدي اقداماتو ته اړتیا ده.

دغه بانک وايي چې دغه راپور د هغو واقعیتونو یو جدي تصویر دی چې په افغانستان کې موجود او افغانان ورسر لاس او ګرېوان دي.

په ورته وخت کې د افغانستان د اقتصاد وزارت ویاند سهراب بهمن وايي، دا راپور به مرسته وکړي چې په بېلابېلو برخو کې لازم اقدامات ترسره شي.

د نوموړي په وینا، که څه هم د بې‌وزلۍ او بې‌کارۍ له‌منځه وړل په لنډ مهالي کې امکان نه‌لري، خو په دې اړه پروګرامونه تر لاس لاندې دي.

سهراب بهمن

نوموړي زیاته کړه:

"موږ باید د اجناسو په تولید تمرکز وکړو، په ځانګړي ډول هغه اجناس چې په هېواد کې یې د تولید امکان وي، باید په داخل کې تولید شي، دا د افغانستان له اقتصادي ودې سره مرسته کوي، کله چې اقتصادي وده ښه شي، د بې‌وزلۍ او بې‌کارۍ پر حالت هم تأثیر لري او کېدای شي چې په فیصدۍ کې بدلون راولي او راکمه‌یې کړي."

ښاغلی بهمن وايي چې په تېرو څو کلونو کې په زېربنايي برخو او یو شمېر نورو سکټورنو کې مهم کارونه شوي او هڅه کېږي چې د افغانستان اقتصادي وده ۶ سلنه زیاته شي.

په ورته وخت کې د اقتصادي چارو یو شمېر افغان کارپوهان له هغې ډلې تاج محمد اکبر وايي، په ښې حکومتوالۍ، د اقتصادي او پراختیايي پروګرامونو په تطبیق، د کرنې په پياوړتیا، د تولیداتو په زیاتوالي، د پانګې اچونې په راجلبولو او د فساد په مخنیوي سره کېدای شي، په افغانستان کې د بې‌وزلۍ او بې‌کارۍ کچه راښکته او د افغانستان په اقتصادي وده کې ښه‌والی راشي.

راپور: رحمت‌الله افغان