د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۴ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۵۲

د بې کارۍ او بې وزلۍ په اړه د خلکو او د ملي شورا د غړو تازه اندېښنې


بې کارۍ او بې وزلۍ د افغانستان د خلکو او ان د ملي شورا د غړو تر منځ تازه اندېښنې پیدا کړې دي.

له جګړې او نا امنۍ ورسته، بې کاري او بې وزلي یوه بله جدي ستونزه ده چې په دې ورستیو کې مطرح کېږي.
د افغانستان د ولسي جرګې د ملي اقتصاد کمېسیون هم دا موضوع جدي ګڼي او وايي چې په ځینو ولایتونو کې ان دې ستونزې خلک د خپلو کورنو پرېښودلو ته اړ ایستي دي.

د دغه کمېسیون مرستیال منورشاه بهادري د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې حکومت د دغې ستونزې د مهارولو لپاره لکه څنګه چې لازمه وه، اقدام نه دی کړی.

نوموړی وایي:

"د افغانستان ډېری خلک له بې کارۍ او بې وزلۍ سره مخ دي، دا دوه پدېدې د خلکو او حکومت پر وړاندې لویې ستونزې ګرځېدلې، لوستي ځوانان بې کاره دي، له خصوصي سکټور یې سم ملاتړ ونه کړ، خبرې عملي نه شوي او داسې کورنۍ لرو چې د شپې ډوډۍ ته محتاجه دي."

د ولسي جرګې د ملي اقتصاد کمېسیون وايي چې د بې کارۍ او بې وزلۍ له امله ډېری خلکو ښارونو ته مخه کړې چې اوس یې په ښارونو کې هم ستونزه جوړه کړې.

نا امني، د کاري اسانتیاو نه شتون، اداري فساد او دغه شان د لازمو پالېسيو نه شتون، په افغانستان کې د بې کارۍ او بې وزلۍ د پراختیا مهم لاملونه ګڼل کېږي.

خو د اقتصادي چارو کارپوه سید رحمان عمران پرې نورې زیاتونې هم لري او وایي:

"د بهرنیو مرستو راکمېدل او د بهرنیو ځواکونو وتل چې په ميلیاردونو ډالر یې دلته لګول او خلک یې بوخت ساتلي وو، دغه شان د یوې مودې لپاره سیاسي بې ثباتي رامنځته شوه چې د بهرنیو او کورنیو پانګوالو د ډاډ فضا یې اغېزمنه کړه، دا ټول هغه مسایل وو چې بې کارۍ او بې وزلۍ ته یې زمینه برابره کړه."

مخکې تر دې یو شمېر نړیوالو بنسټونو هم په افغانستان کې د بې کارۍ او بې وزلۍ د پراختیا په اړه اندېښنه ښودلې ده او د افغان حکومت اپوزسيون او یو شمېر سیاسي ګوندونو هم دا موضوع یاده کړې ده.

د افغانستان د نوي ملي جبهې رئیس انوارالحق احدي د پنجشنبې په ورځ په کابل کې یوې غونډې ته وویل چې په افغانستان کې اقتصادي ستونزې ډېرې شوي او بې وزلي په کې ان ۴۲ سلنې ته رسېدلې ده.

د افغانستان د اقتصاد وزارت هم په دغه هېواد کې اقتصادي ستونزې، بې کاري او بې وزلي مني، خو وايي چې خکومت په دې برخه کې اساسي اقدامات په پام کې لري.

سهراب بهمن
سهراب بهمن

د دغه وزارت ویاند سهراب بهمن وویل:

"دولت هڅه کوي چې په ملي، منطقوي او سیمه يیزه کچه یو شمېر پروګرامونه پلي کړي چې خپل اقتصادي وضعيت ته بدلون ورکړو، له نیکه مرغه اوس وضعيت په ښه کېدو دی او په کورني اقتصاد باندې ډېر تمرکز کېږي چې تر ډېرو کلونو پورې یې ثبات خوندي وي، یعنې مونږ هم دوه ټولیز هدفونه تعقیبوو چې څه ډول کار رامنځته شي او څرنګه د بې وزلۍ کچه راټيټه شي."

که څه هم ښاغلی بهمن په افغانستان کې د بې وزلۍ کچه ۳۰ سلنه ښيي، خو وايي چې تېر کال د افغانستان اقتصادي پرمختګ دوه اعشاریه شپږ سلنه و، دغه شان د صاداراتو کچه اته سوه ميلیونه ډالرو ته رسېدلې چې د پراختیا لپاره یې لا هڅې روانې دي.

خو د سیاسي چارو کارپوه ښاغلی عمران وايي چې په خصوصي برخه کې پانګونه، د کاري زمینو برابرول او د ملي او اساسي پروګرامونو پلي کول هغه مهم کارونه دي چې باید په دغه هېواد کې د بې کارۍ او بې وزلۍ د کچې د راټيټولو په هدف ترسره شي

راپور: حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG