- د کوهستان ولسوالۍ له طالبانو نیول شوې
د بدخشان چارواکي وايي، د دې ولایت د کوهستان ولسوالۍ یې د شنبې په مازیګر بېرته له وسلهوالو طالبانو نیولې ده.
دا ولسوالۍ د پنجشنبې په ورځ وسلهوالو طالبانو نیولې وه.
د بدخشان والي فیصل بېکزاد د شنبې په ماښام ازادي راډیو ته وویل چې سیمې ته د ملي اردو کومانډو سرتېرو په رسېدو ولسوالۍ بېرته افغان ځواکونو نیولې.
ښاغلي بېکزاد زیاته کړه:
"دوه ورځې مخکې د کوهستان ولسوالۍ وسلهوالو طالبانو نیولې وه چې د کومانډو سرتېرو په شمول سیمې ته د مرستندویه ځواکونو په رسېدو، د شنبې په ورځ څلور نیمې بجې دغلته عملیات پیل شول او په یو ساعت کې ولسوالۍ تصفیه شوه، دا مهال افغان ځواکونه په ولسوالۍ کې ځای پرځای شوي دي."
ښاغلي بېکزاد وویل چې وسلهوال طالبان د راغستان ولسوالۍ غرنیو سیمو ته په شاه شوي دي.
نوموړي زیاته کړه چې دا مهال په بدخشان کې د داخلي او بهرنیو وسلهوالو شمېر دوه زره تنو ته رسېږي.
طالبان لا دمخه د بدخشان په وردوج او یمګان ولسوالۍ کنټرول لري.
- د غزني– پکتیکا لویه لاره پرانېستل شوه
په عین کې د غزني چارواکي وايي، د غزني– پکتیکا لویه لار د دوو ورځو پرلهپسې جګړو او عملیاتو وروسته د شنبې په ورځ بېرته د ترافیکو پرمخ پرانېستل شوه.
دا لاره دوه ورځې مخکې، وروسته له هغې وتړل شوه چې وسلهوالو طالبانو د لارې په اوږدو کې پر امنیتي پوستو بریدونو وکړل او جګړه ونښته.
د شنبې د ورځې په ماښام د غزني د والي ویاند عارف نوري ازادي راډیو ته وویل، اوس لاره پرانېستې ده.
دی وايي:
"دمګړۍ وضعیت نورمال دی. لاره هم د مازیګر د څلور نیمو بجو راهیسې پرانېستل شوې. کوم عملیات چې د لارې په اوږدو کې په ځانګړي توګه د ارزو په سیمه کې پیل شوي وو، پای ته رسیدلي دي. سیمه له وسلهوالو پاکه شوې او اوس مسافر او موټر چلوونکي کولی شي چې په ازاده توګه پر لاره تګ راتګ وکړي."
ښاغلي نوري د دې لارې په اوږدو کې د حکومتي ځواکونو او وسلهوالو طالبانو ترمنځ د دوو ورځو جګړو کې د تلفاتو په اړه وویل چې د جمعې په ورځ په سیمه کې د افغان هوايي ځواکونو او د ناټو د بې پیلوټه الوتکو بریدونه کې ۳۱ تنه وسلهوال طالبان وژل شوي وو.
نوموړي وویل، د شنبې د ورځې په عملیاتو کې هم د ارزو په سیمه کې د وسلهوالو طالبانو څلور جسدونه پاتې وو.
د ښاغلي نوري په وینا په دې عملیاتو کې یو د ملي اردو سرتېری وژل شوی او یو پولیس ټپي شوی و.
همدارنګه دوه تنه ولسي وګړي په عملیات کې وژل شوي او د ښځو په ګډون اووه نور ټپیان دي.
- د طالبانو ادعا
ښاغلي مجاهد خپل لوري ته د یو تن وژل کېدل او درې نورو ټپي کېدل تأیید کړي دي.
غزني چې د کابل– کندهار د لویې لارې سربېره ترې ګاونډي ولایتونو لکه پکتیکا، ارزګان او دایکنډي ته هم له مرکزه تللې لویې لارې تېریږي، په وروستیو کې د وسلهوالو طالبانو د پراخو فعالیتونو شاهد دی.
د غزني د والي ویاند عارف نوري وویل، وسلهوال طالبان یوازې په ګڼ مېشتو سیمو کې د لویو لارو د بندولو هڅه کوي، چېرې چې د ده په وینا حکومتي ځواکونو د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره په عملیاتو کې له احتیاطه کار اخلي.
همدارنګه ښاغلي نوري وویل، ځايي امنیتي چارواکي غواړي چې د لویو لارو د امنیت لپاره د امنیتي پوستو په شمېر کې زیاتوالی راولي.