د فرانسې ولسمشر ایمانوئل مکرون او د ایران ولسمشر حسن روحاني وایي، دواړو موافقه کړې چې د ایران او د نړۍ د قدرتونو ترمنځ د ۲۰۱۵ میلادي کال د اټمي تړون د ساتلو لپاره به په ګډه کار کوي.
دواړو مشرانو دغه موافقه تېره ورځ په ټیلیفوني خبرو کې کړې، خو د فرانسې د ولسمشر دفتر ویلي چې د ایران ولسمشر پهدې ټینګار کړی چې د دغه تړون محتوا د بحث وړ نهده.
د مکرون دفتر دغه راز ویلي چې دواړو مشرانو سلا کړې چې په راتلونکو اونیو کې به له ټولو جزئیاتو سره د دغه تړون د محتوا د خوندي کولو لپاره کار کوي.
د مکرون دفتر دا هم ویلي چې ولسمشر وړاندیز کړی چې په بحثونو کې دې پر درې نورو اړینو مسایلو، د تهران د بالسټیک توغندیو د پروګرام، له ۲۰۲۵ میلادي کال وروسته د ایران د اټمي فعالیتونو او په منځني ختیځ کې د اساسي سیمهییزو ستونزو په اړه هم خبرې وشي.
خو د روحاني له قوله ویل شوي چې هغه مکرون ته ویلي چې دغه تړون هغسې چې دی باید وساتل شي او پر جزئیاتو یې په هېڅ وجه خبرې نهشي کیدی.
روحاني دغه راز ویلي چې ایران له خپلو ژمنو علاوه هېڅ ډول بندیزونه نهشي منلی.
روحاني مکرون ته ویلي چې هېواد یې چمتو دی چې د نورو د منځني ختیځ د سیمهییزو مسایلو په اړه خبرو کې داخل شي.
په خپرو شوېو بیانونو کې پهدې اړه چې که ایران له اصلاح پرته په همدې بڼه د شوي تړون پر ساتلو ټینګار کوي د امریکا د ولسمشر ډونالډ او د نورو متحدینو اندېښنو ته یې په پام سره به هغه څنګه وساتل شي، نور جزئیات نهدي ورکړل شوي.
د شوي تړون له مخې پر ایران د لویدیځ بندیزونه لېرې شوي او تهران هم په بدل کې خپل اټمي فعالیتونه درولي دي.
خو ولسمشر ټرمپ ګواښ کړی چې که دغه تړون اصلاح نهشي، امریکا به ترې ووځي.
ولسمشر د می تر۱۲مې وخت لري چې پهدې اړه پریکړه وکړي.
د نړۍ له شپږو قدرتونو سره د ایران د اټمي تړون درې لاسلیک کوونکو، د امریکا اروپایي متحدینو، فرانسې، بریتانیا او جرمني ویلي چې دغه تړون د ایران د اټمي پروګرام د مخنیوي ترټولو غوره وسیله ده او د امریکا له ولسمشر ټرمپ څخه یې غوښتې چې له هغه ونه وځي.
د فرانسې ولسمشر او د جرمني صدراعظمې واشنګټن ته وروستي سفر کې له ولسمشر سره پر همدې مسئلې خبرې وکړې، ترڅو هغه پهدې قانع کړي چې پهدې تړون کې پاتې شي.